لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ چاپیریال د تحفظ په اړه د پیرس معاهدې نه د وتلو اعلان وکړو


پیرس معاهده توانايي دپاره په تیلو انحصار د کمولو او فضا کې د کاربن گیسونو د اخراج د مخنیوي خبره کوي
پیرس معاهده توانايي دپاره په تیلو انحصار د کمولو او فضا کې د کاربن گیسونو د اخراج د مخنیوي خبره کوي

صدر ډانلډ ټرمپ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ چاپیریال د تحفظ په اړه د نړي والې لوظنامې "پیرس ایگریمنټ" نه د امریکې د ویستلو اعلان وکړو.

د امریکې پخواني صد براک اوباما په پیرس کې د شا او خوا ٩٠ هیوادونو ترمنځ شوي دغه معاهد د امریکې په نمایدگي لاس لیک کړي وه. د معاهدې هدف د هغه گیسونو په اخراج کې کموالی راوستل دي چې چاپیریال ته نقصان رسوي او په نتیجه کې يي په نړي واله کچه موسي بدولن رامنځته کیږي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د رابلل شوو میلمنو غونډه ته د پیرس معاهدې نه د وتلو په اعلان کې ډانلډ ټرمپ وویل دغه لوظنامه د امریکې مفاداتو ته نقصان رسوي. هغه وویل امریکا به هم د نن نه معاهده عملداري ودروي.

پخواني صدر براک اوباما د صدر ټرمپ د فیصلې غندنه وکړه. خپل بیان کې هغه وویل په دغه معاهدې کې نړي والې ټولنې دا لوظ کړی وو چې په صنعتي کچه به د کاربن گیس په اخراج کې کموالی اوستل کیږي او د اینده نسل دپاره به د نړي تحفظ کولی شي.

د پیرس معاهده په کال ٢٠١٥ کې د نړۍ ١٩٥ هیوادونو لاس لیک کړې وه. د معاهدې رکن هیوادونو لوظ کړی وو چې په صنعتي کچه د کاربن گیسونو په اخراج کې کمی کوي او د توانايي داسې زریعې په لټوي چې کاربن گیس اخرج پکې په کمه نه کمه کچه وي.

د ماحول د تحفظ او د موسي بدولون مخه نیولو په لړ کې د پیرس معاهده په نړي واله کچه انتهايي اهم پرمختگ گڼلی کیدو او په دې موضوع د نړي والې ټولنې د اتحاد علامت هم وو.

په امریکا کې گڼ شمیر سرمایه کارانو هم د صدر ډانلډ ټرمپ د فیصلې مخالت کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG