لاس رسیدونکی لینک

د ایرما توپان لپاره مو پوره تیارۍ نېولي: صدر ټرمپ


د امریکا صدر ډانالډ ټرمپ به نن د خپلې کابینې د غړو سره د "ایرما"توپان په هکله د بحث لپاره غونډه کوي. دې توپان د کرابین په ټاپوګانو کې لږ تر لږه ۲۱ تنه وژلي او ښایي چې نن یا سبا به د امریکاد فلوریډا ایالت ته ورسي.

صدر ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د ایرما د توپان لپاره په لوړه کچه تیارۍ نیول شوی او هر څه به سم وي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار ټام باسرټ د خلکو نه غوښتي چې بیداره اوسي. ښاغلي باسرټ ویلي دي چې د ایرما توپان څو تنه وژلي دي او د خلکو نه یې غوښتي چې د خپل ځان خیال دې وساتي تر څو وکړی شئ د نورو خیال وساتئ.

د اضطراري حالت د تنظیم مرکزي ادارې هم ویلي دي چې د ایرما د توپان لپاره بشپړ چمتووالی لري. د دې ادارې مشرې کتلین فاکس امریکا غږ ته وویل چې" زرګونه لیتره اوبه، خوراکي مواد، کمبلې، روغتیایي مواد د ماشومانو شوده او ډایپرونه یې برابر کړیدي."

د امریکاد توپان د ملي ادارې د اندازو له مخې ایرما توپان ښایي په ساعت کې د ۲۵۰ کیلو متره په شدت باد ولري. دغې ادارې ویلي دي چې د ارما توپان به د یکشنبې یا خلي په ورځ د فلوریډا ایالت جنوبي برخې ووهي.

د ایرما توپان د کېربین باربیوډا جزیره په مکمله توګه تباه کړې ده
د ایرما توپان د کېربین باربیوډا جزیره په مکمله توګه تباه کړې ده

د جمعې په ورځ د ایرما د توپان شدت څلور درجې و. د هوا پیژندنې د ادارې چارواکي وایي چې د اټلانټک سمندر کې تر اوسه دومره شدید توپان ندی راغلی. دغه چارواکي وایي چې ښایي د ارما توپان په همدې شدت امریکاته هم ورسیږي.

د ایرما توپان د کارابین د باربیوډا ټاپو په بشپړه توګه تبا کړیده. د دې ټاپو صدراعظم ګاسټن بروان ویلي دي په سلو کې ۹۵ کورونه په مکمله توګه تباه شوي دي.

XS
SM
MD
LG