لاس رسیدونکی لینک

صدر ټرمپ په تهران نوي بندیزونه ولگول


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپد ایران او د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د ایټمي موافقې په اړه خپل تصمیم اعلان کړی او په تهران باندې یې نوي بندیزونه ولگول.

صدر ټرمپ د ایران او د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د ایټمي تړون په اړه په خپله وینا کې وویل چې د خپلو ملګرو سره له نژدې د ایران ایټمي فعالیتونه څاري او د هر ډول سرغړونې په صورت کې به امریکا ددې تړون نه وباسي.

په نویو بندیزونو کې د ایران پر سپاه انقلاب باندې سخت بندیزونه هم شامل دي. ښاغلي ټرمپ د سپاه انقلاب اسلامي ډله د ترهگرو ملاتړې ډله وبلله او وویل د ایران رژیم د ترهگرو ملاتړی دی او د تهران هغو هڅو ته یې گوته ونیوله چې په دې وروستیو کې یې د خپلو ایټمي پروگرامونو او د میزایلو د تولید په برخه کې کړي دي.

د ښاغلي ټرمپ له وینا دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن خبریالانو ته په وینا کې په دې ټینگار کړی چې د صدرټرمپ اقدام د ایران سره د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا او د اروپایي ټولنې د پنځو دایمي غړو د ایټمي موافقې په اړه د امریکا ژمنو ته تغییر نه ورکوي.

د ښاغلي ټرمپ دغه نوی تصمیم د امریکا کانگرس دې ته اړوي چې ددې موافقې او د ایران له لورې د هغې د تطبیق په هکله د امریکا په قانون بیا غور وکړي چې په هرو ٩٠ ورځو کې یې صدرلاس لیک کوي.

سعودي عربستان د ایران په هکله د صدرډونالډ ټرمپ د وینا هر کلی کړی خو ها خوا د اسرائیل د استخباراتو وزیر بیا د ښاغلي ټرمپ وینا "مهمه" وګڼله او زیاته یې کړه چې د ایران ګواښونو ته په کتو، ښایي چې د ایران سره د جګړې سبب شي.

XS
SM
MD
LG