لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ وايي داعش به ډیر زر مات شي


FILE - U.S. President Donald Trump waves as walks on the South Lawn of the White House upon his return to Washington, from the G-20 Summit in Hamburg, July 8, 2017.
FILE - U.S. President Donald Trump waves as walks on the South Lawn of the White House upon his return to Washington, from the G-20 Summit in Hamburg, July 8, 2017.

د امریکا صدر ډانالډ ټرمپ نن د پنجشنبې یا زیارت په ورځ وویلي داعش به ډیر زر مات شي.

ښاغلي ټرمپ دغه خبرې نن له پنټګان څخه د خپلې لیدنې پرمهال وکړې.

د امریکا د دفاع وزیر جنرال مټیس پنټګان ته د ټرمپ د رسېدو هرکلی وکړ او ټرمپ افغانستان ته د نورو سرتیرو د لېږلو په اړه د یوه خبریال پوښتنې ته په ځواب کې وویل:

٫٫مونږ به پدې اړه فکر وکړو او مونږ د داعش پرضد ډیر ښه روان یو. داعش به ډیر ژر له منځه ولاړ شي ډیر ژر.٬٬

د امریکا صدر ډنالډ ټرمپ په پنټګان کې د دفاع له وزیر جنرال ماټیس او یو شمېر نورو چارواکو سره خبرې کړیدي.

دغه لیدنه کتنه د تړلو دروازو ترشاه وه خو اټکل کېده چې پدغو خبرو کې به په افغانستان کې د سرتیرو د شمېر او د داعش پرضد په روانو هلو ځلو باندې بحث وشي.

ټاکل شوې وه چې ټرمپ به له پنټګان څخه د خپلې لیدنې پرمهال د امریکا د پوځي مرکزونو له کسانو سره هم وګوري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG