لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ او غني د افغانستان او سمیې په اړه خبرې وکړې


ghani trump
ghani trump

د امریکا صدر دونالد ټرمپ ویلي دي چې د افغانستان بریالیتوب او د ترهگرۍ په ضد مبارزې لپاره ددې هیواد عملي او موثرو ګامونو د دواړو هیوادونو دولتونه او ولسونه عمده شریکان کړي دي.

د افغانستان او امریکا جمهورو رئیسانو د افغانستان او سیمې د امنیتي مسلؤ، اقتصادي، پرمختیایي او پانگه اچونې او د ترهگرۍ ضد مبارزې او د ترهگرو د ملاتړو هیوادونو په اړوند موضوعاتو خبرې وکړې.

د افغانستان جمهوري ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني په دې تیلیفوني خبرو کې د امینت په ټینگولو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په رول باندې په ټینگار سره ویلي دي چې د قاطع ملاتړ قواوی او امریکایي ځواکونه د امنیت په ټینگولو او د تروریزم پر ضد مبارزه کې د افغانستان د پوځ او امنیتي ځواکونو تر څنگ عمده رول لوبوي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي دي چې د افغانستان بریالیتوب او د ترهگرۍ په ضد مبارزې لپاره ددې هیواد عملي او موثرو گامونو د دواړو هیوادونو دولتونه او ولسونه عمده شریکان کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو عمومي قوماندان جان نیکلسن ددې تیلفوني تماس څخه لږه شیبه دمخه د امریکا د سنا په مجلس کې وویل چې د افغانستان جگړه د خنډ سره مخامخ شوی او ددې حالت نه د وتلو لپاره باید زیات بهرني ځواکونه په دې هیواد کې ځای پر ځای شي.

د افغانستان جمهور رئیس هم ژمنه کړې چې په نژدې راتلونکې کې به افغانستان د تروریزم سره د مبارزې د مخکښ په توگه د یو ښه همکار او شریک په حیث چې په پخپل ځان تکیه ولري، بدل شي.

ښاغلي ټرمپ په دې خبرو کې ویلي چې ډیر ژر به د افغانستان د جمهور رئیس سره له نژدې وگوري، خو د ارگ خبر پاڼې د دې لیدنې د مشخصې نیټې په اړه څه نه دي ویلي.

یادگیرنه: دا خبر د اشنا ریډیو د ویب پاڼې نه اغستل شوی.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG