لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډانلډ ټرمپ: داعش ته ماتې ورکولو لپاره به مهم ګامونه پورته کوي


Donald Trump, candidat nominé du parti républicain pour la présidentielle d'octobre prochain, prononce son discours lors de la convention républicaine à Cleveland, Ohio, 21 juillet 2016. (VOA/Nicolas Pinault).
Donald Trump, candidat nominé du parti républicain pour la présidentielle d'octobre prochain, prononce son discours lors de la convention républicaine à Cleveland, Ohio, 21 juillet 2016. (VOA/Nicolas Pinault).

د ري پبلکن پارټې لپاره نومول شوي صدراتي امیدوار ډانلډ ټرمپ په خپله بهرنۍ تګلاره کې تندروه مذهبي ډلې داعش ته ماتې ورکولو لپاره د دریو مهمو ګامونو اخستلو اعلان کړی.

ړومبې: د خفیه معلوماتو راغونډولو یا اینټلیجنس ګیدرنګ عملیات کول.

دویم: د هغه هیوادونو د کډوالو امریکا ته په راتګ بندیز لګول کوم چې د ترهګرۍ مرستې کوي تر څو چې د څارنې یو مناسب طریقه کار نه وي پرځاېې شوی.

دریم: په نورو هیوادونو کې حکومتونه بدلولو یا نیشن بلډنګ یا ریجیم چینج نه ډډه کول.

دغه اعلان ښاغلي ټرمپ د اوهاییو ایالت په کلیولینټډ ښار کې د ري پبلکن پارټۍ نیشنل کنوینشن ته تیره شپه وینا کې کړی وو.

په منځني ختیځ کې د شام، عراق، لیبیا او داعش د راپورته کیدو غوندې مسلو په اړه ټرمپ وویل په دغه مدونو کې د صدر براک اوباما او د هیلري کلنټن تگ لار د ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.ډونلډ ټرمپ ويلي "اسلامک ریډیکلز" اسلامي تندلاري د ترهگرۍ سبب دی.

د ډونلډ ټرمپ د خارجه پالیسۍ دویمه مهمه موضوع د ناټو اتلاف سره د امریکا همکاري وه. په دغه اړه وینا کې ښاغلي ټرمپ په ناټو اتلاف نېوکه اوکړه او زیاته يي کړی دغه اتلاف په نړۍ کې د ترهګرۍ مخه نیولو کې ناکامه شوی. او امریکا ته د اتلاف ضرورت نشته ځکه د دغه اتلاف یو شمیرغړي خپله ذمه واري نه پوره کوي. ناټو د ۲۸ هیوادونو هغه اتلاف دی چې د امریکا سره په یو شمیر برخو کې همکاري کوي.

د ري پبلکن ګوند صدارتي کاندید ډونلډ ټرمپ د خارجه پالیسۍ مهمه موضوع امریکا ته راتلونکي کډوال وو. د کډوالو په اړه په خپله وینا کې ښاغلي ټرمپ ويلي یواځې هغه کډوال به امریکا ته پریږدي څوک چې په قانوني توګه هیواد ته داخلیږي. هغه کډوال چې د امریکا د اقدارو خیال ساتي، د امریکايي اقدارو سره مینه کوي هغو ته به هرکلې وایو. کوم خلک چې په غیر قانوني توګه امریکا ته راځي هغو به امریکا ته نه پریږدي.

د ډونلډ ټرمپ په وینا کې د خارجه پالیسۍ په اړه څلورمه مهمه موضوع د امریکا د بهرنو هیوادونو سره تجارتي معاهدې وې. پدغو کې د امریکا، میکسیکو او کینیډا ترمینځه د نیفټا په نوم تجارتي معاهده او د جنوبي کوریا او امریکا تر مېنځه د تجارتي معاهدی ذکر يي هم کړی او زیاته کړی يي ده دغو ته به بیا کتنه کوي.

ډونلډ ټرمپ په خپل تقریر کې د ډیموکریټک پارټۍ صدر براک اوباما په حکومت سخت تنقید وکړو او وې ویل د براک اوباما د حکومت تگ لار نه یوازې د هیواد دننه بلکه د هیواد نه بهر د ناکامۍ سره مخامخ شوې دي. هم دغه رنگ ټرمپ په پخوانۍ خارجه وزیرې هیلري کلنټن هم سخت ټکونه وکړل. هیلري کلنټن په صدارتي ووټونو کې د ډیموکریټک پارټۍ ممکنه امیدواره ده.

ټرمپ لوظ وکړو چې امریکایان به د ترهگرۍ نه محفوظ ساتي او په غیرقانوني توگه امریکې ته د راتلونکو خلکو مخه به نیسي. هغه وویل کوم هیوادونه چې ترهگرۍ وهلي هلته نه به امریکې ته په مهاجرت پابندي لگوي ترڅو دغه هیوادونه د ترهگرۍ خلاف کوټلي گامونه وانخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG