لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډانلډ ټرمپ د صدارت وړمبۍ ١٠٠ ورځې او د واشنگټن حقیقتونه


ډانلډ ټرمپ په وایټ هاوس کې د صدر براک اوباما سره د لیده کاته کړې دي. د ملاقات ورسته اوباما وویل ډانلډ یو داسې تن دی چې گټه او تاوان ډیر ښه پیژني. ټرمپ په دغه موقع د ځان په اړه یوازې دا وویل چې هغه پراخه ذهن لري
ډانلډ ټرمپ په وایټ هاوس کې د صدر براک اوباما سره د لیده کاته کړې دي. د ملاقات ورسته اوباما وویل ډانلډ یو داسې تن دی چې گټه او تاوان ډیر ښه پیژني. ټرمپ په دغه موقع د ځان په اړه یوازې دا وویل چې هغه پراخه ذهن لري

ډانلډ ټرمپ د خپل صدارت په وړمبو سلو ورځو کې په امریکا کې د تبدیلۍ او اصلاحاتو دپاره د زړورو اقداماتو پورته کولو لوظ کړی دی.

کوم اقدامات چې ډانلډ ټرمپ د پورته کولو خبره کړې ده په هغو کې د قانون عملداري پرځای کول، په واشنگټن کې په حکومتي ادارو کې اصلاحات او د امریکا د کارمندانو تحفظ شامل غوندې گامونه شامل دي.

ډانلډ ټرمپ وايي په امریکا کې د کار روزگار د موقعو تحفظ به کوي او دې مرام کار کولو ته به لکه د جنگ په نظر کتنه کوي.

هغه ویلي چې د بنیادي اسانتیاو په منصوبو به هم په لویه پیمانه کار کوي چې دا رنگ د روزگار موقعې هم راپیدا شي.

ډانلډ ټرمپ په کانگرس کې د غړیتوب دپاره د معیاد مقررولو خبره هم کړې ده چې سیاسي مشران به په مستقل ډول بیا بیا د کانگرس غړي نشي جوړیدی.

ډانلډ ټرمپ ویلي په غیرقانوني توگه د راتلونکو خلکو مخه نیولو دپاره به میکسیکو سره د امریکې په جنوبي سرحد یو دیوال جوړوي.

خو هغه به ډیر زر د حکومت او د واشنگټن حقیقتونو سره مخامخ شي.

د بروکنگز انسټیټیوشن څیړنکار جان هودک وايي د امریکې افسر شاهي د سست روۍ ځای دی.

د افسر شاهۍ نه علاوه د ډانلډ ټرمپ په ځېینې منصوبو باندې خپله د هغه په ریپبلیکن پارټۍ کې دننه هم اختلافات موجود دي. د انفراسټرکچر یا د بنیادي اسانتیاو په منصوبو هم اختلافات موجود دي.

جان هودک وايي د ریپبلیکن پارټۍ د کانگرس ځیني غړي نه غواړي چې د انفراسټرکچر په منصوبو په لویه پیمانه پیسې خرڅ کړی شي.

ډانلډ ټرمپ د صدر براک اوباما د وخت د صحت د بیمې پالیسي اوباما کیر د ختمولو فیصله هم کړې ده چې په کانگرس کې د ریپلیکن پارټۍ د واضح اکثریت په وجه انتهايي اسان کار دی خو ددې متبادل پیدا کول به گرانه وي.

د حکومتي چارو کارپوهه او د امریکن یونیورسټۍ پروفیسر جیمز تربر وايي د اوباما کیر یا افورډیبل کیر ایکټ په سر به په کانگرس کې سخت اختلافات رامنځته کیږي.

که ډانلډ ټرمپ د خپلو صداراتو اختیاراتو دلارې اوباما کیر په اسانه ختمولی شي خو ددې سره تړلې قوانینو په لرې کولو کې به وخت لگي.

جیمز تربر وايي ډانلډ ټرمپ دا کار په اسانه نشي کولی. قوانینو پرځای کولو کې وخت لگي او هم دغه رنگ د قوانینو لرې کول هم وخت اخلي.

د انتخاباتو د گټلو د وخت راهسې ډانلډ ټرمپ په غیر روایتي توگه سیاست کوي او د اینده اقدام په اړه يي څه اندازه هم نشي لگیدلی. هغه په ځیني موضوعاتو خپل دریځ هم نرم کړی دی.

ډانلډ ټرمپ په وایټ هاوس کې د صدر براک اوباما سره د لیده کاته کړې دي. د ملاقات ورسته اوباما وویل ډانلډ یو داسې تن دی چې گټه او تاوان ډیر ښه پیژني. ټرمپ په دغه موقع د ځان په اړه یوازې دا وویل چې هغه پراخه ذهن لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG