لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنګټن پوسټ: ټرمپ په ورځ کې ۱۲ ډبي کوک څښي


د ا مریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په خواړو کې ډیر وخت د وینډیز او مک ډانلډ خواړه وي چې د ډایټ کوک سره یې خوري.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، ټرمپ د کمپاین پرمهال د یادو ځایونو څخه زیات فیلیټو فیش (د ماهي سنډویچ) او بیګ مک (د غوايي له غوښې جوړ سنډویچ) خواړه او بیا به یې ورپسې ډایټ کوک څښل.

ورځپاڼه پوښتي، دا چې ټرمپ څومره ډایټ کوک څښل، دا خبره د شنبې په ورځ د نیویارک ټایمز ورځپاڼې روښانه کړه چې ټرمپ په ورځ کې ۱۲ ډبي ډایټ کوک څښي.

واشنګټن پوسټ ورځپانه وړاندې لیکي چې دا په یوه ورځ کې د ډیرې زیاتې سوډا څښل دي چې کولای شي روغتیايي ستونزې و زېږوي.

روغتیايي څېړنې ښيي چې په یو ډبي عادي یا ریګولر کوک کې ۱۴۰ کالوري او ۳۹ ګرامه خوږه وي او دا پدې معنې چې ټرمپ د ۱۲ ډبیو ډایټ کوک په څښلو سره په ورځ کې له ۱۶۸۰ کالوریو او ۴۶۸ ګرامه خوږې څخه ځان ژغوري.

خو په ډایټ کوک باندې هم د اوږدې مودې راهیسې روغتیا پوهان خبرې کوي او په ځینو څېړنو کې ښودل شوېده چې اوږدمهاله روغتیايي ستونزې رامنځته کولای شي.

په ډایټ کوک کې مصنوعي خوږه وي او پدې برخه کې هم ځینې څېړنې شویدي د بیلګې په توګه د یوې روغتیايي څېړنې پایلې په یوې کاناډآيي روغتیايي مجله کې چاپ شویدي.

دغه څېړنه ښيي چې تقریبا نیمايي بالغ کسان او څلورمه برخه ماشومان د مصنوعي خوږې څخه هره ورځ کار اخلي.

ډایټ سوډا به په لنډ مهاله توګه ښه وي او په ډایټ کوک کې سکریلوز او سټیویا په نامه مصنوعي خوږې به د کالوریو د کموالي په برخه کې یو ښه بدیل وي خو ځینې نور بیا وايي چې له دې سره دماغ او بدن نا بلده شي او خلک بیا د نورو خوږو د ترلاسه کولو هڅه کوي.

یو څه چې په یقین سره ویل کیږي هغه داده چې که څه هم ډایټ سوډا وي خو په یوه ورځ کې باید ۱۲ ډبي و نه څښل شي.

واشنګټن پوست د روغتیاپوهانو له خولې لیکلي دي، هغه کسان چې ډایټ سوډا څښي په هغو کې درې چنده زیات سټروک او د حافظې کمزورتیا رامنځته کیږي.

پدې اړه په ۲۸۸۸ کسانو باندې چې عمرونه یې له ۴۵ کلونو څخه زیات و څیړنه شوې او د سټروک په اړه طبي جورنال کې چاپ شوېده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG