لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: ځما پرضد د جنسي بدسلوکۍ لانجه د ډیموکریټک گوند د کانگرس غړو راپارولې


 د تصویر ښې اړخته د وایټ هاوس ترجمانه سیره هوکبي سېنډرز او درې گس اړخته درې هغه ښځې لیدل کیږي چې په صدر ټرمپ یې د جنسي تیري تورونه لگولي
د تصویر ښې اړخته د وایټ هاوس ترجمانه سیره هوکبي سېنډرز او درې گس اړخته درې هغه ښځې لیدل کیږي چې په صدر ټرمپ یې د جنسي تیري تورونه لگولي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي د هغه پرضد ښځو سره د جنسي بدسلوکۍ لانجه د حزب اختلاف ډیموکریټک پارټۍ د گانگرس غړو راپارولي ده.

د نهې، سه شنبې، په ورځ په ټوېټر خپل پېغام کې صدر ټرمپ دا الزامات رد کړل چې د صدرپه توگه د منتخب کیدو نه وړاندې یې یو شمېر ښځې په جنسي توگه ځورولې دي.

"د زرگونو گنټو او په مېلینونو ډالرې د ضائع کولو ورسته، د ډیموکریټک پارټۍ غړو روس سره (د ریپبلیکن پارټۍ) د سازباز الزامات ثابت نه کړی شول نو اوس دوي غلطو الزاماتو او د ښځو بې بنیاده قېصو ته لاس اچولی دی، داسې ښځې چې زه یې نه پیژنم او نه مې ورسره چرې لیدلي دي. جعلي خبر،" صدر ټرمپ په ټوېټر لیکلي.

د صدر ټرمپ د ردعمل نه یوه ورځ وړاندې د ډیموکریټک پارټۍ د کانگرس ٥٦ ښځو غړو وویل چې د وایټ هاوس مشران دې د ډانلډ ټرمپ پرضد د لگیدلو تورونو تحقیقات وکړي.

د صدر ټرمپ خلاف د جنسي تورونو لانجه په داسې وخت رامنځته شوي ده چې د کال ٢٠١٧ اخېرۍ ورځې دي او د صدارت وړمبی کال یې سر ته رسیدونکی دی.

په نیویارک ښار کښې د میرمنو یوې ډلې په ټرمپ د ناروا جنسي سلوک تورونه تکرار کړي او د ځوابونو او د احتساب غوښتنه یې کړې ده.

میرمن رېچل کروکس هم په دغه ښځو کې شامله ده وایي مېرمنو سره د ناروا سلوک ته د سیاست پرته ځواب پکار دی.

"د یوې امریکنۍ په هیڅ زه دا باور لرم او غواړم چې په ځینو خبرو مونږ له د خپل سیاسي فکر نه بالاتر سوچ پکار دی. د سیاست پرته مونږ به صدر ټرمپ ته دې مد کښې هم په هغه سترگه گورو په کومو چې هاروي وائنسټين یا نورو سړو ته کتلي دي. په دې صورت کښې زه د کانگرس څخه غوښتنه کوم چې د خپل سیاست پرته دې د صدر ټرمپ د جنسي ناروا سلوک تاریخ پلټنې وکړي".

په صدر ټرمپ دا قسم تور لگونکي یوه بله ښځه جیسکا لیډز د این بی سي ټیلي وژن کوربنې میګین کیلي ته د ١٩٧٠ د لسیزې د یو هوائي سفر په وخت د صدر ټرمپ سره د ادعا شوي پیښې په اړه وویل "ناڅاپي ده ځان په ما راوغورځوو او خپل ناوړه چلونه یي شورو کړل. زه دومره گډه وډه شوم چې امداد لپاره مې اواز هم پورته نه کړی شو او ده هم ځان غلی کړی و".

د صدر ټرمپ پرضد تورونه تیر کال په داسې حال کې مخي ته راغلل چې د "ایکسس هالي وډ" نومې ټیلي وژن د کال ٢٠٠٥ ریکارډ شوي ټېپونه څرگند شول. په دغه ټېپونو کې ډانلډ ټرمپ ډیر په فخر په ښځو د لاس وهلو خبرې کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ساره هوکبي سنېډرز په دې اړه د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کښې د ولسمشر دفاع وکړه. "دا د دروغو دعوي، په اکثرو موقعو د عېني شاهدینو بیانونو رد کړي او په انتخابي مهم کې پرې تفصیلي بحثونه شوي او امریکايي اولس خپله پرېکره وکړه او غوثه گټه یې راوړه،" میرمن هوکبي وویل.

د امریکا د کانگرس څلورو غړو غوښتنه کړې ده چې د ناوړه جنسي چلند د تورونو په سر دې صدر ټرمپ استعفا ورکړي.

د ټرمپ انتظامیي لوړ پوړي چارواکي او په ملگرو ملتونو کې د امریکې سفارتکارې نېکی هیلي ویلي چې ټولې ښځې حق لري چې غږ یې واوریدل شي. "زما په اند کومې ښځې چې له د سرغړونې احساس شوې وي یا په هر ډول (د سړو) ناوړه چلند سره مخ شوې وي دوی د خپل غږ راپورته کولو حق لري."

د اکتوبر په میاشت کې کله چې فلم ساز (پروډوسر) هاروی ویسټینین د خپلې دندې څخه اوشړل شو نو د دې نه پس ګڼ شمیر میرمنې مخې ته راغلې او د جنسي زورزیاتي په سر یي د سیاست، رسنیو او فلمونو یو شمیر مشهور او طاقتور سړي تورن کړي.

تر اوسه د لسو نه زیاتو میرمنو په صدر ټرمپ د ناروا جنسي سلوک تورونه لگولي دي. دوي ادعاګانې کوي چې د ٢٠١٦ کال د ټاکنو څخه مخکې به صدر دا رقم چلن کوؤ.




بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG