لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خپلو انتخابي لوظونو عملي کولو دپاره د صدر ټرمپ بیړني اقدامات


د ډانلډ ټرمپ د اقداماتو ترڅنگ ځینې داسې موضوعات هم شته چې توجه بل لوري ته بیايي چې پکې په ټویټر د هغه پیغامونو جاري کول او د صدارت د سوگند پورته کولو په دستوره کې د خلکو د شمیرې په اړه د هغه او د مطبوعاتو متضادې دعوې شامل دي
د ډانلډ ټرمپ د اقداماتو ترڅنگ ځینې داسې موضوعات هم شته چې توجه بل لوري ته بیايي چې پکې په ټویټر د هغه پیغامونو جاري کول او د صدارت د سوگند پورته کولو په دستوره کې د خلکو د شمیرې په اړه د هغه او د مطبوعاتو متضادې دعوې شامل دي

د جنورۍ په ٢٠ مه نیټه د صدارت د چوکۍ سوگند پورته کولو ورسته ډانلډ ټرمپ په بیړنۍ توگه هغه اقدامات پورته کړې دي چې هغه يي لوظ د انتخابي کیمپین په مهال کړی و خو څیړونکې وايي د مهاجرت په اړه د هغه حکمنامه او په صدارتي انتخاباتو کې د درغلۍ د تحقیقاتو د هغه غوښتنه د هغه توجه بل خوا بوتللی شي.

ډانلډ ټرمپ د خپل صدارت په وړمبو ورځو کې په بیړنۍ توگه گڼ شمیر اقدامات پورته کړې دي چې پکې د تجارت او حکومتي ضوابطو په اړه احکامات او امریکې ته د مهاجرینو د راتگ سختولو په اړه لانجمنه حکمنامه شامل دی.

صدر ټرمپ وايي ددې اقداماتو ضرورت و نو ځکه اخیستل شوي دي.

خو د اووه مسلمان اکثریتي هیوادونو نه د خلکو په راتگ عارضي پابندي یو داسې اقدام دی چې نه یوازې د هیواد نه بهر يي سخت غبرگون راپارولی دی بلکه په هیواد کې دننه يي هم مخالفت شوی، په لارو کوڅو کې يي پرضد احتجاجونه شوي او په هوايي اډو باندې يي گډوډي رامینځته کړې ده.

د حزب اختلاف ډیموکریټک پارټۍ مشرانو هم د مهاجرت په اړه د صدر ټرمپ د حکمنامې مخالفت کړی دی. د ډیموکریټک پارټۍ په مشرانو کې سینیټر چک شومر هم دی.

سینیټر چک شومر وايي د صدر ټرمپ حکمنامه په داسې انداز کې نافذ کړی شوي ده چې په نتیجه کې يي په ټول هیواد کې گډوډی پیدا شوی او دا به د نړۍ په هر گوټ کې هغه ټول خلک نور هم زړه ور کړي چې امریکایانو ته زرر رسول غواړي.

صدر ټرمپ ویلي دحکمنامو د لارې د انتخابي مهم په مهال کړي خپل لوظونه پوره کول غواړي.

ډانلډ ټرمپ وايي په لکونو امریکایانو خپل امیدونه دوي سره تړلې دي چې دا رنگ په واشنگټن کې واک اختیار بیرته اولس ته انتقال کړی شي.

د ډانلډ ټرمپ د اقداماتو ترڅنگ ځینې داسې موضوعات هم شته چې توجه بل لوري ته بیايي چې پکې په ټویټر د هغه پیغامونو جاري کول او د صدارت د سوگند پورته کولو په دستوره کې د خلکو د شمیرې په اړه د هغه او د مطبوعاتو متضادې دعوې شامل دي.

د کانگرس د ایوان نمایندگانو یا هاوس اف ریپریزینټیټیوز سپیکر پال راین وايي د صدر ټرمپ په صدارت کې به په ټویټر د پیغامونو غوندې غیر روایتي کارونه په نظر راځي خو خلکو ته پکار ده چې ځانونه ورسره بلد کړي.

ټرمپ په انتخاباتو کې د درغلۍ د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده چې بنیاد يي د هغه پخپله هغه دعوه دی چې گني په صدارتي ووټونو کې په گڼه شمیره کې داسې خلکو راې اچولې دي چې په هیواد کې په غیرقانوني توگه موجود دي. صدر ټرمپ د خپلې دعوې په حق کې څه ثبوتونه نه دي وړاندې کړي.

څیړونکې وايي په لانجمنو موضوعاتو د صدر ټرمپ ولاړ پاتې کیدل په اینده کې د هغه توجه بلخوا ته کولی ‍شي چې او په نتیجه کې به يي خپله تگ لاره په نافد کولو کې مسایل راپورته شي.

خو په موجوده وخت کې داسې ښکاري چې ډانلډ ټرمپ په انتخابي مهم کې د خپلو حمایتیانو سره کړي خپل لوظونه د پوره کولو کوښښ کوي او دا پرواه نه لري چې ددغه اقداماتو سیاسي اثرات شدت به څه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG