لاس رسیدونکی لینک

صدر ټرمپ ویلي د افغانستان سره به مرستې زیاتوو


Trump Afghanistan

صدر ټرمپ د افغانستان په اړه په خپله وینا کې ویلي د افغانستان په هکله په ستراتیژۍ کې غټ بدلون راولي. ښاغلي ټرمپ وویل چې په افغانستان کې به امریکایي عسکر پاتي شي خو د هغوي په کړنلارې کی به بدلون راشي.

د امریکا صدر په فورټ مایر کې د افغانستان د تګلارې په هکله وینا وکړه. د خپلې وینا په سر کې د امریکایي چارواکو او د عسکرو نه مننه وکړه او وی ویل چې د امریکایی عسکرو قربانیو په وجه دا ممکنه شوه چې امریکایان ازاد ژوند کوي.

صدر ټرمپ وویل" مونږ به د تاریخ نه زده کړه کوو. د افغانستان په پالیسۍ د ژور نظر نه وروسته مونږ دا پریکړه کړیده چې په افغانستان کې زمونږ پالیسي به د یوې خاصې مودې پورې تړلې نه وي خو مونږ به د امنیت وضعیت ته ګورو."

صدر ټرمپ زیاته کړه چې دغه ما مخکې هم ویلی دي چې دا بیخې سمه خبره نه ده چې امریکا د عسکرو د تګ او یا د وتلو نیټه وټاکي خو پکار ده امریکا د امنیت د وضعیت په اساس دا ډول پریکړې وکړي. ښاغلي ټرمپ وویل "مونږ به د شمیر په هکله خبرې نه کوو او یا به په راتلونکي کې د خپل ماموریت د تفصیل په هکله خبرې وکړو. زمونږ فیصله به په افغانستان کې د امنیت پورې تړلې وي".

صدر ټرمپ خپلو عسکرو ته په وینا کې وویل چې په داسې حال کې چې د امریکا ولس د خپلک ملک اتلان د جګړې لپاره د ملک د باندې لیږي نو امریکا به دغه جګړې خامخا ګټي. صدر ټرمپ وویل چې د افغانستان جګړه د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده. او زه د امریکایانو په احساساتو پوهیږم چې دې جګړې تنګ کړیدي.

ټرمپ وویل چې د صدرات د څوکۍ د شروع کیدو نه سمدستي وروسته یې د افغانستان د تګلارې په هکله حکومتي چارواکو سره مشورې وکړلي. هغه وویل چې ما په اوله کې دا فکر کاوه چې باید مونږ د افغانستان نه ووځو.

خو کله چي ما د افغانستان په هکله څیړنه وکړه او ومې لوسته نو زه د دې جګړې په هکله پوه شوم. هغه وویل چې تیره اونۍ یې د افغانستان په هکله په کمپ ډیوډ کې غونډه وکړه او دا فیصله یي وکړه چې پکار ده د امریکا پوځ د خپلو قربانیو نتیجه وویني او هغوي دا حق لري چې دغه جګړه وګټي.

صدر ټرمپ د براک اوباما د عراق نه د عسکرو د ایستلو په پریکړې انتقاد وکړ او ویي ویل چې د دغې پریکړې په وجه اوس د عراق وضع لا نوره خرابه شویده.

ټرمپ وویل چې که مونږ په وتلو کې بیړه وکړو نو دا به د اسلامي دولت ډلې او طالبانو ته لاره هواره کړي چي لا پیاوړې شي. هغه وویل چې په عراق کې چې کومه غلطی شویده، هغه باید په افغانستان کې تکرار نشي.

د وي او ای اشنا په مننه

XS
SM
MD
LG