لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: زمونږ صبر لامحدود نه دی او نه مو ملاتړ سپین چېک دی


د واشنگټن نه د پوټومک دریاب پورې غاړه، د ورجینیا ریاست په ارلنگټن ښار کې د فورټ مایر په نوم پوځي مرکز کې صدر ټرمپ د نهې، سه شنببې، په ماسخوتن د عسکرو غونډې ته خپل تقریر کې د افغانستان، پاکستان او په مجموعي توگه د جنوبي ایشیا دپاره خپله تگ لاره څرگنده کړه
د واشنگټن نه د پوټومک دریاب پورې غاړه، د ورجینیا ریاست په ارلنگټن ښار کې د فورټ مایر په نوم پوځي مرکز کې صدر ټرمپ د نهې، سه شنببې، په ماسخوتن د عسکرو غونډې ته خپل تقریر کې د افغانستان، پاکستان او په مجموعي توگه د جنوبي ایشیا دپاره خپله تگ لاره څرگنده کړه

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ بالاخیر د افغانستان په اړه خپله تگ لاره اعلان کړه.

اته میاشتې وړاندې د صدارت په چوکۍ د کښیناستو راهسې صدر ټرمپ ویلي وو چې د افغانستان دپاره به د خپل حکومت نوې تگ لاره تیاروي.

او هم د هغه وخت راهسې دغه موضوع د مطبوعاتو د توجه مرکز و او دا تبصرې به هم کیدلې چې صدر ټرمپ په وایټ هاوس کې د افغانستان په موضوع د خپلو مشیرانو او پوځي مامورینو سره وخت په وخت بحثونه کوي.

د میډیا، د څیړنکارانو او د افغانستان په چارو نظر ساتونکو انتظار ختم شو. صدر ټرمپ په افغانستان کې د وړاندې "تگ لاره" یا "پات فارورډ" اعلان کړه.

د واشنگټن نه د پوټومک دریاب پورې غاړه، د ورجینیا ریاست په ارلنگټن ښار کې د فورټ مایر په نوم پوځي مرکز کې صدر ټرمپ د نهې، سه شنببې، په ماسخوتن د عسکرو غونډې ته خپل تقریر کې د افغانستان، پاکستان او په مجموعي توگه د جنوبي ایشیا دپاره خپله تگ لاره څرگنده کړه. د صدر تقریر په قامي کچه نشریاتي ادارو نشر کړو.

د تگ لارې هدف د هغه په وینا په سیمه کې د ترهگرۍ مخه نیول او د امریکې د مفاداتو تحفظ کول دي.

هغه وویل د امریکې دښمنان داعش او القاعده به "تباه" کوي او طالبان به نه پریږدي چې افغانستان بیا واخلي.

هغه لوظ وکړو "زمونږ عسکر به د فتحې دپاره جنگیږي. مونږ به د گټي دپاره جنگیږو."

د ریپبلیکن پارټۍ سره تعلق لرونکي، صدر ټرمپ د تقریر زیات زور په عسکري لارو چارو و که څه هم هغه و نه ویل چې آیا او یا به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په شمیره کې اضافه کولی شي او که نا؟

هم دغه رنگ هغه وویل چې د پوځي عملیاتو په اړه به د وخت نه وړاندې خبره نه کوي. "د نن نه پس به زمونږ د تگ لارې رهنمايي وخت نا بلکې ځمکني حالات کوي."

"زه دا نه ویل غواړم چې مونږ به کله حمله کوو، خو مونږ به حمله (ضرور) کوو."

داسې ښکاري چې د افغانستان په اړه تگ لاره جوړولو په لړ کې صدر ټرمپ د پوځي جرنیلانو مشورو ته زیات غوږ نیولی دی.

خو بیا هم هغه د سفارتکارۍ ذکر وکړو او وې ویل په نوې تگ لاره کې به د امریکې د طاقت درې واړه ستنې یوځای کولی شي چې پکې سفارتي، اقتصادي او عسکري قوت شامل دي.

هغه وویل ممکنه ده چې یوه ورځ به داسې هم راشي چې د کامیاب عسکري عملیاتو په نتیجه کې به په افغانستان کې "سیاسي مفاهمت" پرځای ‍شي چې پکې به د طالبانو ځینې عناصر او افغانستان شامل وي. "خو هیڅ چا ته نه ده معلومه چې داسې به وشي هم او یا کله."

پاکستان ته په خپله خاوره تندلارو ته د پناه نه ورکولو د خبرداري تر څنگ صدر ټرمپ وویل امریکا به د افغانستان سره مرسته جاري ساتي خو دا چې افغانستان به د حکومت چارې او د امن ترلاسه کولو دنده په خپلو لاسو کې اخلي.

صدر ټرمپ وویل "مونږ به د افغان حکومت تر هغه وخت پورې همکاري کوو تر څو چې مونږ عزم او پرمختگ وینو."

هغه زیاته کړه "زمونږ تړون لا محدوده نه دی. زمونږ ملاتړ خالي چیک نه دی."

"د افغانستان حکومت به هم د خپلې برخې عسکري، سیاسي او اقتصادي پیټې وچتوي. د امریکې ولس امید لري چې حقیقي اصلاحات، حقیقي پرمختگ او حقیقي نتایج ویني."

"زمونږ صبر لامحدوده نه دی. مونږ به خپلې سترگې خلاصې ساتو،" صدر ټرمپ وویل.

افغان صدر اشرف غني د خپل هیواد په اړه د صدر ټرمپ د تگ لارې هرکلی وکړو خو ناقدین وايي د غني حکومت د اداري فساد او په اقتصادي برخه کې په خارجي امداد اړتیا غوندې مسلو سره مخامخ دی چې د هیواد په خپلو پښو د ودریدو مخه کې لوې خنډان دي.

افغانستان ته د امداد لوظ ورکولو ترڅنگ صدر ټرمپ وویل د صدارت د سوگند سره سم "د امریکې مفادات او د امریکایانو ژوند د تحفظ دپاره به په کلکه ولاړ یم." دا یو داسې ډاډگیرنه ده چې ډانلډ ټرمپ يي د هیواد دننه خپلو پلویانو ته ورکول غواړي.

صدر ټرمپ په افغانستان کې د امریکې د کردار دپاره د میعاد ټاکنه ونکړه خو هغه خپل ولس ته دا یقین هم ورکول غواړي چې گني امریکايي عسکر به په افغانستان کې د لا محدوده وخت دپاره موجود نه وي.

صدر ډانلډ ټرمپ وویل د افغانستان په اقتصادي ترقۍ کې به د جنگ ځپلې هیواد مرسته کوي اوچې افغانستان مضبوط شي نو د هیواد د دفاع په لړ کې به په امریکا د ذمه وارۍ پیټې هم کم شي.

هغه وویل "افغانان به د خپل قام تحفظ، او د خپل اینده تعین په خپله کوي."

صدر ډانلډ ټرمپ په کلکو ټکو کې پاکستان ته د خپل روش د بدلولو خبرداری وکړو.

"پاکستان ځېنې هغه تنظیمونو ته هم پناه ورکړي ده چې هره ورځ زمونږ ولس د وژلو کوښښونه کوي."

"همکاري په داسې حال کې پرځای نشي پاتې کیدی که یو ملک هغه وسله والو او ترهگرو ته پناه ورکوي چې د امریکې عسکر او افسران په هدف کوي،" امریکايي صدر وویل.

"وخت راغلی دی چې پاکستان تهذیب، نظم او امن سره د خپل تړون اظهار وکړي."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG