لاس رسیدونکی لینک

صدر ټرمپ: پاکستان ته خبرداری او افغانستان لپاره په پوځ خاموشي


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د صدارت څوګند پورته کولو اته میاشتې وروستو د ګل په شپه د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د خپلې تګلارې د اعلان په وخت په پاکستان غږ کړی، نور دې د هغه ترهګرو ډلو مرسته پریږدي چې په افغانستان کې امریکایان وژني.

صدر ټرمپ د نیم ساعت په دغه وینا کې که یو خوا د افغانستان جګړې په یو شمیر اړخونو خبرې وکړې، سره د دې يې په پاکستان هم سختې نیوکې او ټکونه کړي.

امریکايي اولس ته په خپله وینا کې صدر ټرمپ د افغانستان لپاره د امریکايي پوځیانو زیاتولو یا کمولو په اړه کوم اعلان نه دی کړی. خو صدر ټرمپ ویلي نوي تګلاره به په نېټه نه- بلکه په شراېطو ولاړه وي.

د پاکستان په اړه د خبرو په وخت صدر ټرمپ ویلي ٫٫ پاکستان تل هغه ډلو او خلکو ته پناه ورکړی څوک چې ترهګري، تشدد او په سیمه کې بې ثباتي راولي.٬٬ صدر ټرمپ ویلي د پاکستان دغه کار اوس لا خطرناک شوی ځکه پاکستان او ګاونډي هندوستان دواړه نیوکلیایي وسلې لري، او د دواړو تر منځه تاو تریخوالی په جګړه کې بدلیدی شي. او د دغه جګړې امکان هم شته.

د افغانستان په اړه د امریکا په پالیسې یا تګلاره کې د بدلون په اړه صدر ټرمپ ویلي مونږ به د افغانستان حکومت مرستې جاري ساتو او په افغانستان کې د سیاسي پروسې په لار امن راوستو لپاره به پوځی طاقت نه کار اخلو.

صدر ټرمپ ویلي په خپله نوې پالیسۍ کې د هندوستان سره خپلې اړیکې خه کول، او د پاکستان سره به خپله رویه بدلول وي. صدر ټرمپ ویلي مونږ په پاکستان کې د ترهګرو ډلو په پناه ځایونو نور خاموشه نه شو پاتې کیدی، په خاصه توګه طالبان او هغه ډلې چې په سیمه او افغانستان کې اړی ګړی پیدا کوي.

صدر ټرمپ ویلي پاکستان په افغانستان کې د امریکا سره په همکارۍ کې ډیرې ګټې ترلاسه کولی شي. او که چرې پاکستان هم دغه شان ترهګر او مجرمان په خپله خاوره ساتي او پناه ځایونه ورکوي نو ډیر څه به د لاسه ورکړي.

د واشنګټن سره نژدې د يو پوځي مرکز نه په دغه وینا کې صدر ټرمپ که یو خوا په پاکستان سخت ټکونه وکړل نو سره د دې يې د پاکستان لخوا د ترهګرۍ پرضد ورکړي قربانې او همکاري هم اوستایله. صدر ټرمپ ویلي پاکستان پخوا یو خه ملګری پاتې شوی، زمونږ او د پاکستان د عسکرو تر مینځه د ګډ دشمن پرضد خه همکاري وه. د پاکستان اولس د ترهګرۍ پرضد جګړه کې ډیرې قربانۍ ورکړي. مونږ دغه ټولې قربانۍ منو، خو سره د دې هر څه، پاکستان هغه ټولو ترهګرو ډلو له پناه هم ورکړی څوک چې هر ورځ زمونږ خلک وژني.

صدر ټرمپ زیاته کړی ٫٫ مونږ پاکستان ته په بلینونو ډالره امداد ورکړی، او هم په دغه موده کې پاکستان بیا هغه ترهګرو له پناه ورکړی د چا سره چې مونږ جنګیږو٬٬.صدر ټرمپ پاکستان ته خبرداری ورکړی ٫٫ اوس به دغه هر څه بدلیدل وي. او دا بدلون به ډیر زر راوستل وي. د هغه هیواد سره نوره ملګرتیا نه شي کیدلی، څوک چې هغه ترهګر پالي چې د امریکا عسکر او خلک وژني.٬٬

د پاکستان په اړه د خپلو خبرو په پایله کې صدر ټرمپ ویلي ٫٫ اوس وخت راغلی چې پاکستان تهذیب، سولې او امن لپاره خپله ژمنه ښکاره کړي٬٬ .

XS
SM
MD
LG