لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډونلډ ټرمپ د انډیانا ایالت ګورنر خپل مرستیال وټاکو


د امریکا رېپبلګن ګوند ممکنه صدارتي کاندید ډونلډ ټرمپ د انډیانا ایالت ګورنر مایک پېنس د خپل ناېب صدر په توګه ټاکلی.ټرمپ نن د جمعې په ورځ په خپل ټویټر پیغام د خپل مرستیال په توګه د مایک پېنس د ټاکنې اعلان کړی.

ټرمپ په ټویټر لیکلي:٫٫ زه ډیر په خوشحالۍ دا اعلان کوم چې مایک پېنس مې دخپل مرستیال په توګه ټاکلی دی٬٬. ډونلډ ټرمپ وېلي د اتوار په ورځ به د خپل مرستیال د ټاکنې په اړه خبري کانفرنس هم کوي.

د پېنس ټاکنه د ډونلډ ټرمپ لخوا یو سم کار ګڼل کیږي ځکه دغه والي د امریکا لویدیځې منځنۍ سیمې د هغه ایالت اوسیدونکی دی چې امکان دی دغلته به د دواړه ګوندونو تر منځ سخته مقابله وشي.

۵۷ کلن مایک پېنس په هغه دریو کسانو کې وو چې د ډونلډ ټرمپ لخوا ېې د مرستیال صدر لپاره نومونه اغستل کیده. پدغو کې د نیوجرسي ګورنر کرس کرسټي او بل د امریکا د استازو د جرګې پخوانی مشر ګنګریچ هم وو.

ډونلډ ټرمپ د خپل مرستیال د ټاکلو اعلان په داسې وخت کړی چې درې ورځې وروستو به د ريپبلګن ګوند قامي کنونشن کیږي او امکان دی ډونلډ ټرمپ په رسمي توګه د خپل ګوند کاندید شي.

په امریکا کې شوو نظر پوښتنو او سرویګانو تر مخه ټرمپ د خپل مخالفه هیلري کلنټن نه وروستو دی. که څه هم د دواړو تر منځه دغه فاصله په کمیدو ده.

د ډیموکریټ ګوند ممکنه صدراتي کاندیدی هیلري کلنټن تر اوسه د خپل مرستیال اعلان نه دی کړی خو د امریکاېي مطبوعاتي رپورټونو تر مخه مېرمن کلنټن د خپل ناېب ټاکنو ته نژدی ده او امکان دی د ریپبلکنز ګوند د کنونشن سمدستي وروستو دغه اعلان اوکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG