لاس رسیدونکی لینک

حب : د مسافربسونو او ټرکونو د ټکر په پېښه کې ۳۱ کسان مړه شوي دي


جنگيدلو ټرکونو کې د تيلو ډرامونه او په بسونو دپاسه د تيلو بيلري پرتې وې ، ځکه په گاډو اور لگيدلی دی
د بلوچستان حب سيمه کې په ار سي ډي نومي لويې سړک باندې د دوه مسافر بسونو او د تيلونه ډک دوه ټرکونو ترمينځ ټکر په نتيجه کې لږ تر لږه ۳۱ مسافر مړه او تر ۲۰ پورې نور ژوبل شوي دي ، په مړو کې ماشومان او زنانه هم شامل دي .
د بلوچستان صوبې کراچۍ ته نزدې سيمه کې نن د خالي په ورځ د گاډو د ټکر د پېښې په اړه د حب سيمې اسټنټ کمشنر فواد وائس اف امريکا ډيوه ريډيوته ووئيل ، دوه بسونه چې مسافر پکې سواره ؤ ، يو د بلوچستان تربت سيمې نه او بل د کوئټې نه کراچۍ ته راروان وو ، چې د حب سيمې او کراچۍ په پوله پرتې علاقې گډاني په باگړ کې د دوه ټرکونو سره په ټکر شو .
نوموړي زياته کړه پېښه کې بسونو کې سواره ۳۱ کسان مړه او ۶ نور ژوبل شوي دي ، هغه ووئيل جنگيدلو ټرکونو کې د تيلو ډرامونه او په بسونو دپاسه د تيلو بيلري پرتې وې ، او د گاډو خپل مينځ کې د ټکر سره په تيلواو گاډو اور لگيدلی دی .
د اسټنټ کمشنر حب په وينا گاډو کې سواره زيات مسافر د اور لگيدو له امله سوځيدلي او مړه شوي دي ، او گاډي هم په مکمله توگه تباه شوي دي . هغه ووئيل د پېښې په اړه پلټنې پېل کړی شوي دي ، او علت مالومولی شي چې گاډي څنگه يو بل سره ټکر شوي دي .
د پېښې د عيني شاهدينو او امدادي ټيمونود کارکوؤنکو ترمخه د بسونو په چهتونو او لاندې خانو کې تيل اېښودل شوي وو ، اود گاډو د ټکرسره چې کله اور ولگېدو نو سيمې ته د اور مړؤنکو گاډواو امدادي ټيمونو د ورستو رسيدو له امله زيات انساني زيان رامنځته شوی دی .
پېښه کې مړي او ژوبل د حب هسپتال او کراچۍ سول روغتون ته راوړل شوي ، او مړي د ايدهي مرده خانې ته رسول شوي دي .
د سول روغتون ډاکټرانو پېښه کې سوځيدلي مړي ايدهي مرده خانې ته ليږلي ، او ډاکټران وايې ډير کسان داسې سوزيدلي چې د پيژندگلو دپاره به يې ډي اېن ای ټيسټ کولی شي .
XS
SM
MD
LG