لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ د نیغ په نیغه خبرو امکان


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ویلي، امریکا د شمالي کوریا سره د نیغ په نیغه خبرو لپاره رابطې کړي او امریکا په دې اړه پلټنې کوي چې ایا د کیم جونګ اون رژیم د اېټمي وسلو نه د لاس اخیستلو په اړه خبرو ته لیواله دی او که نه.

ښاغلی ټیلرسن په چین کې دی او هڅه کوي چې په شمالي کوریا باندې د فشار د زیاتولو په مقصد د چین همکاري ترلاسه کړي.

ښاغلي ټیلرسن د چین چارواکو سره د ملاقات وروسته خبریالانو ته وویل "مونږ د پیانګ یانګ سره د خبرو اترو لپاره چینلونه لرو". هغه وویل چې د پیانګ یانګ سره د خبرو لپاره درې چینلونه پرانستي دي.

د کوریا په ټاپو وزمي کې د رامنځ ته شوي کړکیچ په اړه ښاغلي ټيلرسن د شمالي کوریا د اټومي پروګرام او همداشان دواړو خواو په تجارتي مسایلو او چین ته د امریکا صدر ډانالد ټرمپ د نومبر د میاشتې په پلان شوي سفر د چین د صدر شي جن پینګ سره خبرې وکړې.

د خالي یا شنبې په سهار ښاغلي ټيلرسن د چین د لوړپوري مشاور یانګ جی چي او د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي، سره هم لیده کاته کړي او د بیجینګ په هغو ژمنو یې خبرې وکړي چې د شمالي کوریا نه د ډبرو د سکرو، اوسپنې، فولادو، سربو او سمندري خواړو واردات محدود کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا شمالي کوریا په ٢٠١٦ کې چین ته د خپلو صادراتو له درکه یونیم میلیارد ډالر ترلاسه کړي دي.

چین د شمالي کوریا لومړی درجه تجارتي شریک دی او واشنګټن وایي چې د چین ملګري کول بهرنیو اسعارو ته د پیونګ یانګ د لاس رسي د مخې نیولو لپاره ډیر مهم دي.

خو د نړیوالې سولې لپاره د کارنیګي څیړنیز مرکز د اسیا د پروګرام رئیس دوګلاس پال د امریکا غږ ته ویلي دي چې چین پر شمالي کوریا باندې محدود نفوذ لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG