لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټیلرسن: ایران د ایټمي لوظنامې سره سم خو صدر ټرمپ غوره تګلاره غواړي


په کال ۲۰۱۵م کې د ایران او نړۍ شپږو لویو طاقتونو تر منځ د ایران ایټمي وسلو په اړه لوظنامه شوې وه.
په کال ۲۰۱۵م کې د ایران او نړۍ شپږو لویو طاقتونو تر منځ د ایران ایټمي وسلو په اړه لوظنامه شوې وه.

د امریکا د خارجه چارو وزیر ریکس ټیلرسن د اتوار په ورځ منلي ایران د خپل ایټمي پروګرام په اړه په تکنیکي توګه د نړیوالې معاهدې سره سم روان دی خو وايي صدر ټرمپ غواړي کانګرس د ایران په اړه یو غوره تګلاره اوټاکي.

د امریکا دغه وتلي ډپلومیټ نن د سي این اینټي وي سره یوه مرکه کې ویلي ٫٫ تهران د کال ۲۰۱۵م د لوظنامې سره سم ګامونه پورته کړي٬٬ ځکه خو صدر ټرمپ دغه کار امریکايي کانګرس ته پریښود چې په ایران اقتصادي بندیزونه ته بیا پام وکړي کوم چې د کال ۲۰۱۵م وړاندې په ایران لږیدلي وو.

په کال ۲۰۱۵م کې د ایران او نړۍ شپږو لویو طاقتونو تر منځ د ایران ایټمي وسلو په اړه لوظنامه شوې وه.

ښاغلي ټیلرسن ویلي صدر ټرمپ غواړي کانګرس دې د دغه لوظنامې کمزورۍ سمې کړي او د دغې سره تړلو لویو خطرو ته دې پام وکړي کومې چې ایران د خپلو پوځي زورورتیا سره په منځني ختیځ کې کولی شي.

د امریکا د خارجه چارو وزیر وړاندې ویلي د ایران د بیلیسټک میزايل یا توغندو تجربې د نیوکلیايي لوظنامې برخه نه دي خود دغې مخه نیول ضروري دي. هغه زیاته کړی د ایران په ایټمي پروګرام هم مکمل بندیز پکار دی، ځکه په موجوده لوظنامه کې د ایران ایټمياحداف یواځې د مخکې تګ نه اودرول شوي.

په داسې مهال چې امریکايي کانګرس به په ایران د بندیزونو لار ګوري ښاغلي ټیلرسن زیاته کړې امریکا او نور نړیوال قوتونو له پکار ده چې دغه لوظنامه په مکمله توګه عملي کړي.

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف نن یو امریکايي ټي وي ته ویلي د صدر ټرمپ لخوا د دغه لوظنامې مخالفت سره به نور څوک په امریکايي انتظامیه باور ونه کړي.
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف نن یو امریکايي ټي وي ته ویلي د صدر ټرمپ لخوا د دغه لوظنامې مخالفت سره به نور څوک په امریکايي انتظامیه باور ونه کړي.

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف هم نن د امریکا سي بي ایس ټي وي ٫٫ فیس دي نیشن ٬٬ پروګرام ته ویلي ٫٫ د صدر ټرمپ د دغه لوظنامې مخالفت سره به نور څوک په امریکايي انتظامیه باور ونه کړي چې د اوږدې مودې لوظنامې ورسره لاس لیک کړي.٬٬

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي هم نن این بي سي ټي وي ته ویلی ٫٫ ځه ګڼم چې تاسو به دا وخت مونږ په دغه لوظنامه کې اوینۍ. مونږ به په دغې کې یو، ځکه مونږ ګڼو چې مونږ دغه حالت نور هم سمولی شو. داسې نه ده چې مونږ د دغې لوظنامې نه وځو.٬٬

د امریکا نه علاوه د نړۍ نورو پینځه طاقتونو او اروپايي ټولنې غړو د صدر ټرمپ د دغه معاهدې په هکله غبرګون سره خوښي نه ده ښودلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG