لاس رسیدونکی لینک

پيښور : د ای اين پي د مقامي مشر د کورنۍ درې غړي تښتول شوي


د خيبرپښتونخوا سرښار پيښور د بډهـ بيري سيمې څخه نامالومه وسله والو د عوامي نيشنل پارټۍ د يو پخواني وژل شوي مشر ميامشتاق د کور درې غړي تښتولي دي .
د سرچينو ترمخه د پيښور بډهـ بيري ماشوخيلو کلي د دوه درځنو نه زياتو وسله والو د عوامي نيشنل گوند د پخواني وژل شوي مشر ميا مشتاق په حجره بريد کړی دی ، او د ميا مشتاق د کورنۍ پينځه کسان يې تښتولي دي .
د ځائي پوليسو په وينا وسله والو په تښتول شوؤ کسانو کې دوه خوشي کړي ، او درې نور يې ځان سره بوولي دي .
د عوامي نيشنل پارټۍ د خيبرپښتونخوا د اطلاعاتو سيکرټري صدرالدين مروت وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته ووئيل ، د ميامشتاق په کور د خالي او اتوار په منځنۍ شپه ناوخته وسله والو بريد کړی دی ، او د هغه د تره درې زامن يې تښتولي دي .
هغه ووئيل تښتول شوي کسان مياشبير احمد ، مياشکيل احمد او ميافهد احمد نوميږي .
د راپورونو ترمخه وسله والو د ميا مشتاق په حجره کې لاسي بمونه هم ډزلي دي ، چې له امله يې د حجری ديوالونو او ولاړو گاډو ته زيان اوړيدلی دی .
ميا مشتاق د عوامي نيشنل پارټۍ د خيبرپښتونخوا مرستيال مشراو د پېښور ضلعې څو ځله مشر پاتې شوی ؤ ، او درې مياشتې وړاندې نامالومه وسله والو هم په دغه سيمه کې د دوه نورو ملگرو په ډزو وژلی وو .
صدرالدين وايي د ميامشتاق د کورنۍ غړي تښتول هم هغه تسلسل دی ، کوم کې چې په خيبرپښتونخوا کې د عوامي نيشنل پارټۍ د حکومت په دور کې د هغويې مشران او غړي په نخښه کيدل .
د صدرالدين په وينا په تيرپينځه کاله موده کې په خيبرپښتونخوا کې د ترهگرۍ په بريدونو کې د عوامي نيشنل پارټۍ د ۸۰۰ نه زيات مشران او غړي په هدف کړی شوي دي .
XS
SM
MD
LG