لاس رسیدونکی لینک

د امریکا په بوسټن ښار کې په زرګونو مظاهرچیان راغونډ شوي


د امریکا په بوسټن ښار کې د خالي په ورځ په زرګونو ازاد فکره (کین اړه) خلکو د فري سپیچ ریلي سخت دریځه (خي اړخه) ډلو د وینا پرضد مظاهره کړی. د خي اړخه ګوند لخوا نن په بوسټن کې د فري سپیچ ریلي په نامه د یوې مظاهرې غږ شوی وو خو دغه مظاهرې له په کم شمیر خلک راغلي وو.

د ننې مظاهرې غږ د جولاېي په میاشت کې د باسټن فري سپیچ نومې يوې ډلې کړی وو. دغه ډله وايي ٫٫ دوي د ازادۍ، پرمختګ غوښتونکو، محافظه کارو او ازادو ډلو سره یوځاې شوي دي٬٬.

د دغه ډلې یو منتظم جان میډلر یو شمیر مطبوعاتي ادارو ته ویلي وو په دغه غونډه یا مظاهره کې د نسل پرسته سپین پوستو(تندروه ډلو)ته بلنه نه ده ورکړی شوی او د رنګ او نسل په بنیاد نفرت خورونکې ډلو لکه (کو کلکس کلان/ کی کی کی ) غندنه کوي.

میډلر په باسټن کې د این بي سي ټي وي یوې برخې ته ویلي ٫٫ مونږ د کی کی کی، نیو نازي، اېي ډي یوروپا، وین ګارډ او دغه شان ټولو ډلو غندنه کوو څوک چې کرکه خوروي. زمونږ د دوي سره هیڅ تړاو نشته او نه دوي دلته غواړو٬٬.

که څه هم دغه ډلې د نسل پرسته سپین پوستو غندنه کړی وه خو د بوسټن ښار یو بل تنظیم (انسر کولیشن باسټن) د دغو د مظاهرې په مقابله کې د مخالفه مظاهرې غږ کړی وو. انسر کولیشن باسټن د بلیک لاېوز میټر تحریک برخه ده. او دوي د فري سپیچ غونډې مخالفت کوي.

د فري سپيچ رېلي مظاهره کونکو ته په بوسټن ښار کې د غرمې ۲ بجې د مظاهرې اجازت ورکړی شوی وو او تمه کیده دغه مظاهره کې به تر ۱۰۰ پورې کسان ګډون وکړي.د بوسټن ښار پولیسو اندازه لګولې د فري سپیچ رېلي پرضد مظاهره کونکو شمیره تر ۱۵۰۰۰ پورې کیدی شي.

د دغه غونډو یا مظاهرو وړاندې د بوسټن ښار مشر (ښاروال) مارټي والش ویلي د مظاهرو په مهال به د امنیت خوندي ساتلو لپاره تر ۵۰۰ پورې پولیس افسران پرځاې وي.

XS
SM
MD
LG