لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راېټرز: راحېل شریف نواز شریف ته وېلي طالبانو سره د خبرو وخت ختم شوی


د زیارت د ورځ نه راپه دیخوا د پاکستان پوځ په طالبانو پرله پسې حملې شورو کړیدي
د زیارت د ورځ نه راپه دیخوا د پاکستان پوځ په طالبانو پرله پسې حملې شورو کړیدي
راېټرز خبري اداری نن د پاکستان جمهوري حکومت او پوځ تر مینځه د تاو تریخوالي په حقله یو تفصېلي مضمون چهاپ کړی چې سر خط ېي دی: (پاکستان کې حکومت د پوځ د پیټي لاندې دی).

د رپورټ په شورو کې لېکلې شوي چې د پاکستان د پوځ سر لښکر په روانه هفته کې وزیراعظم نواز شریف ته په دفتر کې هغه پیغام د غوږو تیر کړی کوم چې نواز شریف اوریدل نه غوښتل او هغه دا چې د پاکستانی طالبانو سره د خبرو کولو وخت ختم شویدی. راېټرز لېکلي چې میا نواز شریف اقتدار کې د راتلو سره پاکستاني طالبانو سره د ټولو معاملو د سمولو پوخ نیت کړی وو خو دخبرو اترو لاندی باندی دورونو د ناکامه کیدو وروستو پوځ اوس د پوځي اپریشن فیصله کړیده.

د وزیراعظم او د پوځ سر لښکر د ملاقات نه خبر یو تن راېټرز ته وېلي د پوځ سر لښکر او دده ملګرو وزیراعظم ته په صفا ټکو کې وېلي پوځ به د اخري وران کاري د مینځه اوړلو پوری خپل عملیات جاري ساتي. دی ملاقات نه په بله ورځ د پاکستان هواېي پوځ قباېلي سیمه کې د جنګیالو په مورچو بمباري اوکړه. خو دا لا نه ده معلومه چې ددی منظوري وزیراعظم نواز شریف ورکړیده او که نه؟ د زیارت د ورځ نه راپه دیخوا د پاکستان پوځ په طالبانو پرله پسې حملې شورو کړیدي. او دا شان د طالبانو سره د خبرو اترو د نواز شریف د یو کال راهسې روان کوششونه ېي ګډ وډ کړیدي.

راېټرز لیکي چې موجوده پوځي عملیات د پاکستان د حفاظتي پالیسۍ د پوځ لاسوته د تلو څرګندونه کوي. د پاکستان پوځ د جمهوري او سول حکومتونو خلاف د سازشونو او بغاوتونو یو لوې تاریخ لري. رپورټ زیاتوي پدغه سیمه کې د طاقت توازن یا توله پداسې وخت کې په ګډ وډیدو ده هر کله چې خارجي پوځونه افغانستان نه د وتو د پاره خپلې کډې تړي او په هندوستان کې د عامو انتخابونو په نتېجه کې یو سخت دریزه هندو قام پرسته مشر هم انتخاباتو کې کامیابي ترلاسه کړیده.

خبري اداره په خپل رپورټ کې زیاتوي چې پاکستاني طالبان د افغان طالبانو نه جدا دي او افغان طالبان افغانستان کې په امریکایانو او نېټو پوځونو حملې کوي او پاکستاني طالبان د پاکستان پوځیان او عام خلک وژني چې شمېر ېې اوس زرګونو ته رسیدلې ده. د پاکستان پوځ د حقاني ګوند طالبان د خو طالبانو او پاکستاني طالبان د بدو طالبانو په نوم یادوي. او پاکستانې پوځ د پاکستاني طالبانو پرضد اپریشن کولو ته هر وخت تیار وي خو د امریکا د فشار باوجود د حقاني ګوند جنګیالو پرضد ېي سترګې پتې کړیدي.

راېټرز په خپل رپورټ کې لېکلي ددغې اختلاف نه علاوه د نواز شریف د حکومت او د پاکستان د پوځ د هندوستان سره د تعلقاتو د خوږولو په معامله هم یو بل ته نیت خراب دی. د پاکستان پوځ د هندوستان سره د تعلقاتو سمولو او تجارتي سفارتکارۍ شورو کولو د نواز شریف په کارونو خوشحاله نه دي. او پدغه ټولو مسلو د پوځ او حکومت اختلاف د نامتو خبریال حامد میر د ویشتو د پېښې وروستو ټولې دنیا ته په ډاګه شو. د حامد میر د حملې وروستو جیو نیوز د پاکستان استخباراتي اداره اېي -اېس- اېي بدنامه کړه خو حکومت د پوځ خلاف د جیو نیوز پدغه کار غوږونه کاڼه کړیدي او د حکومت دغه انداز بیا په پوځ ښه نه دی لګیدلی.

راېټرز خبري ادارې ته یو حاضر سروس پوځي جنرال وېلي که مجبور شو نو د پوځ مشر (سر لښکر) به د آېین په ځاېي پوځي اداره اخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG