لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ : افغان کډوالو ته د کارډونو د نوي والي کار پېل شو


پاکستان کې دا وخت ۱۶ ملينه افغان کډوال د يو اېن اېچ سي ار سره رجسټرډ پاتې دي . او د کال ۲۰۰۲م نه تراوسه پورې د يو اېن اېچ سي ار په مرسته ۳۸ لاکه افغان کډوال بيرته افغانستان ته تلي دي
د پاکستان د سندهـ صوبې په مرکزي ښار کراچۍ کې افغان کډوالو ته د پخوانو کارډونو په نوي والي لاس پورې کړی شو . د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته د کال ۲۰۱۵م تر اخرې پورې په هېواد کې د پاتې کېدو دپاره نور وخت ورکړی دی .
په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو د پخوانو کارډونو چې موده يې ختمه شوې وه ، پاکستان کې په قانوني توگه د پاتې کېدو دپاره د کډوالو د زړو کارډونو د نوي والي په کار د شورو په ورځ کار پېل کړی شو ، او په دغې لړ کې د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) لخوا د کارډونو د تصحيح په دفتر کې يوه دستوره وشوه .
د يو اېن اېچ سي ار د سنده ايالت مشريونس صاحب ذاده په دغې مهال وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل
٫٫ د ۲۰۰۶م د رجسټرېشن وروستو پاکستان کې دا وخت ۱۶ ملينه افغان کډوال د يو اېن اېچ سي ار سره رجسټرډ پاتې دي . او د کال ۲۰۰۲م نه تراوسه پورې د يو اېن اېچ سي ار په مرسته ۳۸ لاکه افغان کډوال بيرته افغانستان ته تلي دي ، او په سندهـ ايالت کې ۶۸۰۰۰ زره کډوال مېشت دي او په دغې شمېره کې ۹۵ فېصده په کراچۍ کې اوسيږي ٬٬ .
نوموړي ووئيل ۱۶ لاکه افغان کډوالو ته به دغه نوي کارډونه د يو اېن اېچ سي ار په مالي مرسته د پاکستان د نادرا محکمه ورکوي ، او په ټول هېواد کې د کارډونو د نوي والي دپاره ۳۴ مرکزونه جوړ کړی شوي دي ، او د نوؤ کارډونو جوړولو کار به د روان کال تر جولائې پورې ترسره کړی شي ـ
پاکستان کې په قانوني توگه د پاتې کېدو دپاره د کارډونو د نوي والي دپاره جوړ مرکز کې راجمع شوؤ يو شمېر کډوالو وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې څو کډوالو ووئيل ، د دوئې کارډونه نزدې ۱۴ مياشتې وړاندې ختم شوي وو . او د کارډونو د مودې ختمېدو وروسته دويې په ځانگړې توگه کراچۍ کې د يو شمېر ستونځو سره مخ وو .
په کراچۍ کې د افغان کډوالو د کېمپ مشر حاجي عبدالله بخاري ووئيل ٫٫ د کارډونو د مودې ختمېدو وروستو د دويې ډېر کسان په کمپنو کې د کارونو نه وويستل شو ، او خلک به د کېمپ نه له دې وير بهر نه شو تلی چې پوليس به يې ونيسي ٬٬ .
نوموړي زياته کړه په کراچۍ کې نزدې يو نيم لاک کډوال داسې هم دي چې هغه رجسټرډ نه دي ، او کارډونه نه لري خو د هغويې سره راشن کارډونه موجود دي ، ولې هغه ووئيل چې افغانستان په ابادېدو دی او ډېر خلک هڅه کوي چې خلک بېرته خپل وطن ته لاړ شي .
د کډوالو وينا وه چې د پاکستان حکومت دويې ته د دوؤ نورو کلونو دپاره په ملک کې دپاتې کېدو وخت ورکړو ، ولې دويې ته چې کوم کارډونه ورکول کيږي ، بايد حکومت دويې ته په دغو نوؤ کارډونو کې د بنک اکاؤنټ خلاصولو ، موبائيل سم چمتوکولو او د حج سره نورې لازمي اسانتياوې ورکړي .
په دغې اړه د يو اېن اېچ سي ار مشر يونس ووئيل په نوؤ کارډونو به موبائيل سيم خلاصيږي او د نورو اسانتياؤ په لړ کې دويې دپاکستاني چارواکو سره خبرې کوي ، چې دغه مسلې هم هوارې کړې شي .
XS
SM
MD
LG