لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتنو کې خپل منځي ودونه د تهیلیسیمیا ناروغۍ لوې سبب دی: ډاکټران وايي


که هلک او جینۍ د واده وړاندې د وینې ټسټ وکړي نو خپل ماشومان د تهیلیسیمیا مرض نه بچ کولی شي.
که هلک او جینۍ د واده وړاندې د وینې ټسټ وکړي نو خپل ماشومان د تهیلیسیمیا مرض نه بچ کولی شي.

تهیلیسیمیا د مور او پلار نه ماشوم ته لږیدونکي هغه ناروغي ده چې ماشومانو ته د منتقل کیدو وروستو بیا دوي ته تل د نوې وینې ضرورت وي. ډاکټران وايي په پښتنو کې د خاندان دننه یا په خپلو کې ودونه کولو رواج د دې ناروغۍ لوې علت دی.

پاکستان کې شوې سروی او څیړنې ښایي هر کال د پینځو زرو نه تر شپږو زرو پورې ماشومان د تهیلیسیمیا یا د وینې موروثي ناروغۍ ښکار کیږي. خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمې بیا د هیواد هغه برخې دي چرته چې دغه شمیره ډیره سوا ده.

تهیلیسیمیا د مور او پلار نه ماشوم ته لږیدونکي هغه ناروغي ده چې په دې مرض اخته ماشومانو ته بیا د نوې یا تازه وینې ضرورت وي او دغه ماشومان په دغه تازه وینه ژوندي وي. په پښتنو کې د خاندان دننه یا په خپلو کې ودونه کولو رواج د دې ناروغۍ لوې علت دی.

ډاکټر طارق وايي که هلک او جینۍ د واده وړاندې د وینې ټسټ وکړي نو خپل راتلونکي ماشومان د تهیلیسیمیا مرض نه بچ کولی شي.
ډاکټر طارق وايي که هلک او جینۍ د واده وړاندې د وینې ټسټ وکړي نو خپل راتلونکي ماشومان د تهیلیسیمیا مرض نه بچ کولی شي.

د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو په سرکاري هسپتالونو کې د دې ناروغۍ اخته خلکو لپاره نه خو څه جدا وارډ او نه نور سهولتونه شته. او د پښتونخوا او قبایلي سیمو نژدې ۲۰۰۰۰ ماشومان دا وختۍ په بیلا بیلو نومونو جوړ خیراتي یا فلاحي هسپتالونو کې علاج ته پراته دي.

د تهیلیسیمیا ناروغۍ ښکار ماشومانو تعلق د غریبو کورنیو سره دی او د دې له امله دې ناروغۍ ته د غریبانو ناروغي هم ویل کیږي. داسې ماشومانو ته ټول عمر (تر مرګه) پورې تازه وینه لګول کیږي او د دې مستقل علاج بي ایم ټي اپریشن دی خو د دغه اپریشن د کامیابیدو امکان هم ډیر کم وي.

د حمزه فاونډیشن مشر اعجاز په وینا یادې ادارې ته هره میاشت د نهو نه لسو پورې نوې ماشومانو د علاج لپاره راځي.
د حمزه فاونډیشن مشر اعجاز په وینا یادې ادارې ته هره میاشت د نهو نه لسو پورې نوې ماشومانو د علاج لپاره راځي.

ډاکټران وايي د واده نه وړاندې د هلک او جینۍ د وینې ټسټ په نوي پیدا کیدونکي ماشومانو کې د دغه ناروغۍ مخه نیولی شي. د خیبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې په کال ۲۰۰۹م کې د تهیلیسیمیا د مخ نیوي بل یا قانون هم په اکثریت سره پاس شوی خو دغه بل یا قانون لا تر اوسه پورې عملي شوی نه دی.

په پښتونخوا کې د بې وسه او غریبو کورنیو د تهیلیسیمیا ناروغه ماشومانو لپاره یو شمیر خیراتي ادارې کار کوي. په دغه ادارو کې یوه حمزه فاونډیشن هم ده. دغه اداره کې دا مهال د پښتونخوا او قبایلي سیمو سره تعلق لرونکي د ۷۰۰ نه سوا ماشومانو علاج کیږي او هر ماشوم ته په میاشت کې دوه یا درې وارې تازه وینه لګول کیږي.

او د پښتونخوا او قبایلي سیمو نژدې ۲۰۰۰۰ ماشومان دا وختۍ په بیلا بیلو نومونو جوړ خیراتي یا فلاحي هسپتالونو کې علاج ته پراته دي.
او د پښتونخوا او قبایلي سیمو نژدې ۲۰۰۰۰ ماشومان دا وختۍ په بیلا بیلو نومونو جوړ خیراتي یا فلاحي هسپتالونو کې علاج ته پراته دي.

د حمزه فاونډیشن مشر اعجاز خان د ډیوه ریډیو سحر په خیر خپرونه کې د برخه اغستو په مهال ویلي د صوبايي حکومت لخوا د کلیز امداد سره سره دوي د مالداره خلکو نه زکات، چندې او خیراتي پیسې هم اخلي چې د بې وسه خلکو ماشومانو علاج کې مرستې وشي. د اعجاز خان په وینا یادې ادارې ته هره میاشت د نهو نه لسو پورې نوې ماشومانو د علاج لپاره راځي.

د حمزه فاونډیشن سره کار کونکې ډاکټر طارق هم د ډیوه ریډیو سحر په خیر خپرونه کې په دغه مرض تفصیلي خبرې کړي. تاسو يې په لاندیني لنک اوریدی شۍ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:09:06 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG