لاس رسیدونکی لینک

تهائي لينډ : عدالت وزيراعظمې ته د څوکۍ پرېښودو امرکړی


ينگ لنک شيناواترا د تهائي لينډ لمړۍ ښځينه وزيراعظمه وه
د تهائي لينډ يو عدالت د هيواد وزيراعظمې ينگ لک شيناواترا ته د واک د غلط استعمال په سر د څوکۍ پريښودو امرکړی دی .
د تهائي لينډ پلازمينه بنکاک کې ائيني عدالت نن د شورو په ورځ اورول شوې فيصله کې وئيلي چې وزيراعظمې ينگ لک شيناواترا په کال ۲۰۱۱م کې د نيشنل سيکيورټۍ يا قامي سلامتۍ د مشر په ټاکلو کې د قانون سرغړونه کړې وه .
فيصله کې وئيل شوي ، چې د ميرمن ينگ لک دغه گام غيرائيني ؤ ، او د خپلې گټې دپاره يې دغسې کړي ؤ .
فيصله کې د ينگ لنک په ملاتړ د کابيني غړو ته هم د خپلو څوکو پرېښودو امر شوی دی . او عدالتي حکم عملي کول لازمي گرځول شوي دي .
خو د پرېکړې وروستو دا نه ده مالومه ، چې د ميرمن ينگ لنک په ځايې به څوک د وزيراعظم څوکۍ سمبال کړي .
د تهائي لينډ د وزيراعظم ټاکنه د پارليمان لاندينی ايوان کوي ، خو ينگ لنک په هيواد کې د ټاکنو د اعلان نه وړاندې ايوان مات کړی ؤ .
ينگ لنک شيناواترا د تهائي لينډ لمړۍ ښځينه وزيراعظمه وه ، او په هغې باندې د جوړې مقدمې په لړ کې نوموړې د نهې په ورځ عدالت کې هم حاضره شوې وه ، او د دغې خبرې منلو څخه يې انکار کړی ؤ . چې د قامي سلامتۍ د مشر بيا د هغې په گټه ؤ .
ولې د عدالت لخوا نن د هغې د څوکۍ د پرېښودو فيصله مخې ته راغله . خو د ميرمن ينگ لنک لخوا په فيصله په فوري توگه کوم غبرگون نه دی راغلی .
بلخوا ته د وزيراعظمې د پلويانو لخوا وئيل کيږي چې په هغې سياسي تورونه پورې کړی شوي وو ، او هغويې خبرداری ورکړی که وزيراعظمه د څوکۍ څخه لرې کړی شوه نو په ضد به يې په ملک مظاهرې پيل کړي .
څيړونکي وايي ، په داسې حال کې چې په هيواد کې مخالفه ډلې د تيرو څو مياشتو راهسې د حکومت په ضد مظاهرې کوي ، او په دغې مهال د ينگ لنک پلويان هم په احتجاجونو لاس پورې کړي ، نو په ملک کې به بدامني او سياسي اړگړی نور زيات شي .
XS
SM
MD
LG