د کورنو چارومرکزي وزير چودهري نثار علي خان وايې په هېواد کې ترهگري او مذاکرات دواړه يو ځايې نه شي کېدی ، چې يو لور ته دې مذاکرات او بل لور ته دې د ترهگرۍ پېښې روانې وي .
د کراچۍ د دورې وروستو په هوايې ډگر مطبوعاتو سره خبرو کې چودهري نثارعلي خان ووئيل ، چې دا وخت د طالبانو سره د حکومت کوم مذاکرات روان دي ، نو هغوي ته زمونږ دا ډاگيز پيغام دی چې مذاکرات او ترهگري يو ځايې پرمخ نه شي تلی .
هغه وئيل دا خبره وزيراعظم نواز شريف په قامي اسمبلۍ کې خپله وينا کې هم کړې وه . چودهري نثار زياته کړه د حکومت دا هم پيغام دی چې که د تشدد او ترهگرۍ دا کارروايانې روانې وي نو څرگنده خبره ده چې د دې نه د خبرو اترو عمل زيان مند کيدی شي .
د کورونو چارو وزير دغه خبرې په داسې حال کې کړي دي چې د زيارت په ورځ کراچۍ کې د پوليس په بس چاؤدنه شوې وه او ۱۳ پوليس پکې وژل شوي او د ۴۰ نه زيات نور پکې ژوبل شوي وو ، او تحريک طالبان پاکستان د دغې پېښې پړه په سر اخيستې ده .
په دغه مهال چودهري نثار د تحريک انصاف ډلې د مشر عمران هغه خبره رد کړه چې پخواني پوځي سرلښکر (ر) جنرال اشفاق پرويز کياني وئيلي ؤ ، چې شمالي وزيرستان کې د ترهگرو په ضد عمليات څلوېښت فيصده کاميابېدی شي .
عمران خان ته وئيل شوي ؤ چې د طالبانو مرکز ختم کړی شي نو ترهگري به ۴۰ فيصده ختم شي .
کراچۍ ښار کې د روانو عملياتو ترڅنگ د بدامنۍ د پېښو او په عملياتو د نيوکو په اړه چودهري نثار وويل ، د کراچۍ حالات ډېر ښه نه دي او د کراچۍ کشاله هوارول هم گران کار دی . ولې نوموړي وويل مونږ هڅه کوؤ چې امنيت په ځايې کړو .
چودهري نثار وويل ښار کې د عملياتو په لمړو درې مياشتو کې گټورې نتيجې مخې ته راغلې وې ، ولې درې مياشتو وروستو بيا د تشدد د پېښو رامنځته کېدل پېل شو . هغه ووئيل په لمړي سر کې چې کوم ډول عمليات ترسره شوي وو ، هغه رنگ عمليات به بيا کولی شي .
له دې وړاندې د کورونو چارو وزير د وزيراعلي سندهـ قائم علي شاه او د اېم کيو اېم ډلې د پلاوي سره هم ليدلي دي ، او د رېنجر چارواکو ورته ښار کې په روانو عملياتو بريفنگ ورکړی دی .
د چودهري نثار په وينا وزيراعلي ښار کې د روانو هدفي عملياتو په خپله مشري کوي ، او د هغه په مشرۍ کې به دغه عمليات سر ته رسولی شي .
د اېم کيو اېم لخوا په عملياتو د نيوکو په اړه نوموړي وويل ، د عملياتو د څارنې دپاره به يوه څلور کسيزه کميټي جوړولی شي ، او هغه کمټي به د عملياتو جائزه اخلي .