لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : طالبانو د ټاکنو گډوډ کولو گواښ کړی


افغان چارواکي ادعا کوي چې څوک هم ټاکنې نه شي گډوډ کولی او حکومت د ټاکنو دپاره کلک امنيتي گامونه پلان کړي دي
افغان چارواکي ادعا کوي چې څوک هم ټاکنې نه شي گډوډ کولی او حکومت د ټاکنو دپاره کلک امنيتي گامونه پلان کړي دي
افغانستان کې وسله والو طالبانو د ټولټاکنو گډوډ کولو گواښ کړی ، او خلکو ته يې په انتخابونو کې د برخې نه اخستو وئيلي دي ، ولې د افغانستان د کورنو چارو وزارت وئيلي چې د طالبانو لخوا گواښ تشې خبرې دي .
افغانستان کې به د اپرېل په پينځمه نېټه صدارتي او د ولايتي شوراگانو انتخابونه ترسره کيږي ، د راپورونو ترمخه طالبانو نن د گل په ورځ مطبوعاتو ته په لېږل شوي يو بيان کې وئيلي ، چې امريکا ـ افغانستان کې د خپلې خوښې صدر راوستل غواړي ، ځکه خلک دې په دغو ټاکنو کې برخه نه اخلي .
د طالبانو په بيان کې زياته کړی شوې چې اولس دې په ټاکنو د برخې اخستو په سر ځانونه په خطره کې نه اچوي ، او دغه ټاکنې کومه گټه هم نه لري .
ولې د افغانستان د کورونو چارو د وزارت لخوا وئيل شوي ، چې حکومت د ټاکنو په مهال د امنيت کلک تدابير نيولي ، او په خلکو يې په ډاډ زړه په انتخابونو کې د برخې اخستو غږ کړی دی . هېواد کې د ټاکنو د امنيت دپاره يو کميسون هم جوړ کړی شوی دی .
هلته بيا د افغانستان د ټاکنو د کمېسون وياند نور محمد نور وئيلي چې ټاکنې په هېواد کې د مسلو د حل يواځينۍ لار ده ، نوموړي په طالبانو غږ کړی چې په ټاکنو کې برخه واخلي .
د افغانستان صدر حامد کرزي په ورستيو کې وئيلي هېواد کې به سوتره ټاکنې ترسره کيږي ، او نوموړي په ټولو حکومتي ادارو او چارواکو غږ کړی چې په ټاکنو کې هيڅ قسمه لاس وهنه ونه کړي او د ټاکنو د سوتره ساتلو دپاره يې امر هم جاري کړی دی .
راپورونه وايې افغان چارواکي ادعا کوي چې څوک هم ټاکنې نه شي گډوډ کولی او حکومت د ټاکنو دپاره کلک امنيتي گامونه پلان کړي دي ، او چارواکي وايې چې طالبان په دغه ډول گواښونو په خلکو کې ويره خورول غواړي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG