لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي وايي د طالبانو منصوري عملیات به هم ناکام کړي


د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د منصوري په نامه د طالبانو لخوا نوي پیل شوي عملیات تش تبلیغات دي او د پخوانيو په شان به هرومرو دغه عملیات هم ناکامیږي.

تیر کال طالبانو د خپل زوړ امیر ملاعمر په نامه عمري عملیات اعلان کړي وو.

د دفاع وزارت ویاند تورن جنرال دولت وزیري وویل چې افغان سرتیري د خپلې خاورې ساتلو لپاره بشپړ چمتوالی لري.

وسله والوطالبانو نن په یوې خپره شوې اعلامیه کې ویلي د خپل مخکینی مشر ملا اخترمحمد منصور په نوم یې په ټول افغانستان کې د بهرنیو او افغان ځواکونو پرضد پسرلني عملیات پیل کړي دي.

ملا اختر منصور تیر کال د پاکستان بلوچستان صوبه کې د ډرون په حمله کې وژل شوی وو. نوموړي د برید پر مهال د پاکستان شناختي کارډ(بریښنايي تذکره) او پاسپورت لرلو. د برید په ورځ هغه د ایران نه ستون شوی وو او کوټې ته په سفر وو.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند تورن جنرال دولت وزیري وویل چې دې ډلې وړاندې هم په خپلو اعلامیو کې د ولایتونو د نیولو او همداراز د مرکزونو د جوړولو ویناوې کړې خو تر دې دمه یې هیڅ هم په لاس نه دي ورغلي.

وزیري وړاندې وویل لکه څرنګه چې مو د عمري په نامه د طالبانو د تیر کال عملیات ناکامه او بې پایلې کړل همداسې به د منصوري په نامه عملیات هم طالبانو ته د سر له درانه زیانه پرته بله کومه ګټه ونه لري.

ښاغلي وزیري زیاته کړه ددې پرځای چې طالبان د عملیاتو د پیلولو اعلامیې خپروي غوره به داوي چې د سولې له بهیر سره یوځای او د هیواد د ودې او پرمختګ په برخه کې خپل رول ولوبوي.

افغان حکومت له طالبانو سره په قطر کې څو څو ځله د سولې خبرې کړیدي خو تر دې دمه یې کومه څرګنده پایله نه لیدل کیږي.

د افغانستان وتلی سیاسي کارپوه انجینیر مطیع الله خروټی وايي طالبان خپل واک نه لري او د هغوي قیضه د پاکستان د استخباراتي ادارو په لاس کې ده.

ده وړاندې وویل طالبان د پاکستان استخباراتو رامنځته کړي او د خپلو ګټو او په افغانستان کې د خپل نفوذ لپاره به یې تر وروستي بریده پورې وکاروي.

دا مهال پاکستان له روسیې څخه غواړي چې د افغانستان د سولې له بهیر سره دې مرسته وکړي. خو امریکا روسیه پدې تورنوي چې طالبانو ته وسلې ورکوي او ددغې ترهګرې ډلې ملاتړ کوي.

په روسیه کې تر دې مهال لږ تر لږه درې ځله د پاکستان په ګډون د سیمې د هیوادونو سره دافغانستان د سولې په اړه غونډه جوړه شویده چې په لومړي ځل غونډه کې یې حتی افغانستان ته هم بلنه نه وه ورکړل شوې.

له افغان حکومت سره د سولې په بهیر کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار دا مهال د افغانستان په لغمان ولایت کې له حکومتي چارواکو سره مخامخ لیده کاتو ته راڅرګند شوي.

د حزب اسلامي ګوند له ډیرو چنو وهلو وروسته پدې وتوانیده چې د اشرف غني په مشرۍ د افغان حکومت د سولې د پروګرام له لیارې له جګړې لاس واخلي او د سیاست په ډګر کې راڅرګند شي.

په ټولنیزو رسنیو باندې وروستیو خپاره شویو انځورونو باندې ښکاري چې ګلبدین حکمتیار د افغانستان د ملي بیرغ مخې ته ولاړ دي.

خو د مخالفت پرمهال نوموړي ددې بیرغ لاندې ولاړو سرتیرو سره د کلونو کلونو راهیسې جګړه کوله.

طالبانو په داسې حال کې دمنصوري په نامه دعلمیاتو د پیلولو خبر ورکړی چې تیره ورځ د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو ادارې یا یوناما د ناامنیو په بیلابیلو پیښو کې د ملکي افغانانو په وژنه اندیښنه ښودلې .

یوناما ویلي، د روان ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې د جنګ جګړو له امله دښځو او ماشومانو په ګدون ۷۱۵ تنه ملکي افغانان وژل شوي او ۱۴۶۶ نور ټپیان شوي دي.

دې ادارې د جګړې له ټولو ښکیلو خواوو غوښتنه وکړه چې د ولسي وګړو د ژوند د خوندیتوب لپاره دې بیړني اقدامات په پام کې ونیسي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG