لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قضايي چارو ماهر ملا هیبت الله اخونزاده د طالبانو نوی مشر


شیخ مولوي هیبت الله
شیخ مولوي هیبت الله

د طالبانو نوی مشر په شرعي او فقهي علومو کې زیات ماهر گڼل کیږي. مطبوعاتي رپورټونه وايي د طالبانو د واک په وخت ملا عمر به د مولوي هیبت الله اخونزاده نه شرعي مشورې اخیستلې. نوموړي په کندهار او بیا په کابل کې د طالبانو د خپل سره شرعي عدالت قاضي هم پاتې شوی دی.

په اسلام اباد کې د څیړنې یوې ادارې ماهر سلیم محسود وايی "په ملا هیبت الله او ملا عمر کې توپیر نه وینم. دواڼه مدرسو کې پاتې شوي البته ملا هیبت الله قضايي چارو کې پوهه لري."

د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان شرعي عدالتونو د زنا په تور کې ښځې په ډزو ویشتي او ځېني ځایونو کې يي ښځې سنگسار کړې هم دي. دغه عدالتونو باندې د اسلامي فقهې نورو پوهانو او د بشري حقونو ډلو تل سختې نیوکې کولې.

د امریکې معتبره ورځپاڼه نیویارک ټایمز وايي ملا هیبت الله د طالبانو په یوه غونډه کې د پاکستان په کویټه ښار کې د امیر په توگه مقرر کړی شوی دی. د مۍ په ٢١ مه نیټه د طالبانو تیر مشر ملامنصور د کویټې نه جنوب پله شا او خوا ١٧٠ کلومیټره لرې په ډرون حمله کې وژل شوی و.

په میډیا کې د طالبانو د نوي مشر ورکړل شوي عکس کې ملا هیبت الله اوږده ږیره لري، تندي يي لږ گونجي دی، په رنگ د کندهاریانو په شان د غنم رنگه نه لږ سپین، د مخ څیره يي اوږده ده او په سر يي پټکی ښکاري دا معلومه نه ده چې دا عکس کله اخیستل شوی دی.

د طالبانو د ناراضه ډلې یو مشر ملا عبدالمنان نیازي نیویارک ټایمز ته ویلي د طالبانو نوی مشر نه مني. نوموړي ویلي د نوي مشر ټاکلو لپاره لږ تر لږه د ٣٠٠ دیني مشرانو حاضري پکار وه خو وايي ملا هیبت الله اخونزاده هم لکه د ملامنصور په شان په بیړه کې مقرر شوی دی او وايي زیات اختیار د سراج الدین حقاني سره وي.

ملا هیبت الله اخونزاده هم لکه د طالبانو د تیرو مشرانو، ملا عمر او ملا منصور، په شان د کندهار اوسیدونکی دی. دا ښايي په طالبانو کې اوس هم قدرت د کندهاري مشرانو په لاسو کې دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG