لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو جګړه- د خه او بد طالبانو بیلتون که څه بل څه؟


واېي د غلو خوږه یاري وه خو په ویش تاله واله شوه. نه پوهیږم د طالبانو جهاد وس هم د دین په نوم په بیلا بیلو تنظیمونو کې محبوبیت لري او کنه د جهادي ډلو په خپل منځ کې د اختیار اخستو او د ډیرو نه ډیرې مالي ګټې لاس ته راوړلو دغه ډلې وس په ښکاره توګه ویشلې دي. تازه بیلګه يې د غیر قانونه ګرځولې شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان په ډلو کې شلیدون منځ ته راتلل دي.
روانه اونۍ د شمالي او جنوبي وزیرستان په برید پرته سیمه شکتوۍ کې د خان سید سجنا او شهریار محسود د ډلو په خپلو کې تازه وژنې او د یو بل ځایونه په نخښه کول دی. د شکتوۍ او مکین سیمو کې په خپل منځي جګړو کې د رپورونو له مخه ۲۸ تنه وژل شوي او دغه جګړه لا دوام لري. دغه شمیره د ټانک په یو هوټل باندی د برید په نتیجه کې د شهریار محسود د ډلې د هغه درې جنګیالو د وژنې نه بیله ده.
د قباېلي سیمو سر چینې واېي د طالبانو په ډلو کې اختلاف یواځې د ډیر نه ډیر وساېلو لاس ته راوړلو په سر نه ولې د پاکستان حکومت سره د امن د خبرو اترو په سر هم رامنځ ته شوی. د شهر یار محسود ډله د حکیم الله محسود نزدې ملګري دي. چې پکې یو مهم تن کمانډر عصمت الله شاهین وو چې څه موده وړاندې په شمالي وزیرستان کې ووژل شو. د عصمت الله بیټني د وژلو تور هم په خان سید سجنا ډلې لګول کیږي. د شهر یار محسود د ډلې څه خلق په دی هم تورن دي چې په کراچۍ او نورو سیمو کې د خلقو نه قلنګ اخلي. دغه تورونه د خان سید سجنا ډلې په خلقو هم لګول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د خان سید سجنا ډلې په ټانک، ډیره اسماعیل خان او د شمالي او جنوبي وزیرستان په ځنو سیمو کې پرچیانې (پمفلټ) خورې کړي چې يې پکې هغه خلقو ته دړکې ورکړي څوک چې د طالبانو په نوم قلنګ اخلي. د ټانک وژنې داسې ښکاري دهغه دړکو نتیجه وي.
د خان سید سجنا ډله د وژل شوي کمانډر ولی الرحمان محسود سره تعلق لري. څوک چې د ډرون په یو برید کې ووژل شو. سر چېنې واېي د محسودجنګیالو یوه لویه برخه د خان سید سجنا سره ملاتړ کوي. او په مقابله کې د شهریاد محسود د ډلې سره ګڼ شمیر بهرنیان چې پکې ازبک، تاجک، او یا بیا غیر محسود طالبان شتون لري. د مهمند ایجنسۍ طالبان او د سوات طالبانو مشر مولانا فضل الله ډله هم د شهر یار محسود په خوا ولاړدي. څوک چې د حکومت سره د امن خبرو اترو نه ډډه کوي. ولې د خان سید سجنا ډله چې وس يې د شورا مشري د خالد حقاني په لاس کې ده. د خبرو اترو پلویان دي. او موجوده خبری اتری هم دغه ډلې سره روانې دي.خالد حقاني چې د صوابۍ دی د تحریک طالبان پاکستان ناېب امیر دی او د خپلۍ عهدی په بنسټ ناېب امیر د طالبانو د مرکزي شورا مشر وي. نو ځکه د امن په خبرو اترو کې هم مرکزي حیثېت لري. د شهریار محسود ډله د پنج پیریانو په ډله شهرت لري او د سجنا ډله دیوبندیان بلل کیږي.
د رپورټونو تر مخه د شکتوۍ په پیښو کې کمانډر کاشد ګلي خیل په هغه ګاډي کې وژل شوی کوم چې د تحریک طالبان پاکستان د مشر بیت الله محسود په ذاتي استعمال کې وو. څیړنکاران واېی د طالبانو خپل منځي اختلافونه ورځ په ورځ په ښکارکیدو دي. خو د بلې خوا د امن د خبرو اترو د کامبابۍ په اړه هم اندیښمن دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG