لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کراچۍ پوليس مشر وايي ، ښار کې طالبان پټ دي


اول طالبانو په کراچۍ کې فنډ رايوځايي کوؤ، دلته به يي پناه اخيسته اوعلاجونه به يي کول .
اول طالبانو په کراچۍ کې فنډ رايوځايي کوؤ، دلته به يي پناه اخيسته اوعلاجونه به يي کول .
د کراچۍ ښار د پوليس مشر اډيشنل ائي جي غلام قادر تهيبو وايي ښار کې د ترهگرو او شرخوښو په ضد عمليات روان دي ، او د جمعې په ورځ د ښار په منگهوپير سيمه کې د رينجر او پوليس په گډو عملياتو کې د تحريک طالبان پاکستان د يو ځايي کمانډر په گډون د ټي ټي پي پينځه غړي وژل شوي ، او يو بل په لياري کې هم وژل شوی ؤ .
وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره ځانگړې مرکه کې غلام قادر تهيبو ووئيل ، د منگهوپير په سلطان اباد سيمه کې پوليس او رينجرو چهاپه وهله چې ډزې پرې وشوې ، په مقابله کې بيا د ټي ټي پي دوه غړي عابد عرف چهوټو ، چې د تاوان دپاره تښتونو او قلنگ اخستو سره د پوليس د وژنوپه پېښو کې ککړ ؤ ، او بل د ټي ټي پي اميرفخرالدين فخرو وژل شوي دي .
نوموړي زياته کړه د ټي ټي پي درې نور غړي هم تېره ورځ په مقابله کې وژل شوي وو ، او ټوله بيا ورځ د منگهوپير په سيمه کې پوليس او رينجرو دغه عمليات کړي دي ، او ماښام بيا په لياري کې د ټي ټي پي بل غړی بلال شاه وژل شوی ؤ . او په دغو عملياتو کې د رينجرو دوه عسکر هم ژوبل شوي وو .
کراچۍ کې د طالبانو د موجودگۍ په اړه د پوليس مشر وايي ، " طالبان د کراچۍ په پښتون مېشته علاقو منگهوپير، کنواري کالونۍ ، سلطان اباد ، مومن اباد ، پيراباد ، سهراب گوټ ، جنجال گوټ ، پېپري ، قائداباد او گلشن بونير کې فعاليت لري . هغه ووئيل دويې د پښتنو په علاقو کې د ويرې يا دويې سره د همدردۍ لرلو له وجې پناه اخيستې ده ".
پوليس افسر زياته کړه د ښار په غربي سيمو کې د پوليس او نورو وژنو په پېښو کې د سوات طالبان ککړ دي . غربي سيمو کې اورنگي ټاؤن ، اتحاد ټاؤن او د سائټ ټاؤن او بلديه ټاؤن ځينې سيمي هم شامل دي . او په دغو سيمو کې د سوات طالبان فعاليت لري ، خو د پوليس دپاره دا علاقې نوگو ايرياز نه دي .
د ډيوه ريډيو د دغې پوښتنې چې په شمالي وزيرستان کې د عملياتو پېل کېدو وروستو په کراچۍ کې د طالبانو لخوا کوم گواښونه شتی ؟ نوموړي ووئيل "مونږ ته شک دی چې په جوابي کارروائۍ کې هغويي پوليس ، رينجر ، پوځ او نور مهمه تنصيبات په هدف کولی شي ".
او دې سره طالبانو په خپله هم بهرنو سرمايه کارو ته د هدف کولو دهړکه ورکړې ده . نو د بهرنو کمپنو سره امريکن قونصليټ او د برطانيي قونصليټ هغويي په ممکنه توگه هدف جوړولی شي ، او د دې نه علاوه هغه سياست مدار هم په هدف کولی شي ، څوک چې د طالبانو په ښکاره مخالفت او غندنه کوي .
غلام قادرتهيبو زياته کړه " اول طالبانو په کراچۍ کې فنډ رايوځايي کوؤ، دلته به يي پناه اخيسته اوعلاجونه به يي کول . خو وس يي په غټه کچه جرمونه ، اغوا برائې تاوان ، قلنگ او سټريټ کرائيم شورو کړي او اصل مقصد يي ترهگري کول دي ".
نوموړي ووئيل د دې هرڅّه مقصد دا نه دی چې کراچۍ د گواښ لاندې ده ، خو دا امکان ضرور شتی چې دويي دغسې کارروايانې کولی شي .

د کراچۍ د پوليس مشر ووئيل مونږ د طالبانو د مخې نيولو دپاره دوه جهتي حکمت عملي جوړه کړې ده ، يوه دا چې په مهمو تنصيباتو مو سيکيورټي زياته کړې ، او بله دا چې د کومې ممکنه حملې په وخت به په فوري توگه جوابي کارروايي کولی شي ، څنگه چې د کراچۍ د ائيرپورټ د پېښې په مهال شوې وه .
هغه ووئيل د ټي ټي پي سره لاقانونه گرځول شوې ډله لشکر جهنگوي او جېش محمد هم په کراچۍ کې شتون لري ، او ځينې نور تنظيمونه هم د ټي ټي پي سره مېلاؤ دي ، خو په ښار کې د القاعده د موجودگۍ ډېر ثبوتونه نشتی .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG