لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا سميع الحق وايې طالبانو خبرو ته گټور ځواب وئيلی


مولانا سميع الحق وايې طالبانو سره د شوؤ خبرو او د هغوي د جواب په اړه به نور تفصيل سبا حکومتي مذاکراتي کميټۍ سره شريکوي .
مولانا سميع الحق وايې طالبانو سره د شوؤ خبرو او د هغوي د جواب په اړه به نور تفصيل سبا حکومتي مذاکراتي کميټۍ سره شريکوي .

د طالب مشرانو سره د دوؤ ورځو ليدو وروسته پروفېسرابراهيم او مولانا يوسف شاه بېرته اکوړه خټک ته رارسېدلي او د طالبانو د مذاکراتي کميټۍ مشر مولانا سميع الحق سره يې ليدلي دي . مولانا سميع الحق وايې طالبانو خبرو ته گټور ځواب وئيلی دی . نوموړي وويل طالبانو سره د شوؤ خبرو او د هغوي د ځواب په اړه به نور تفصيل سبا حکومتي مذاکراتي کميټۍ سره شريکوي .

د طالب مشرانو سره د دوؤ ورځو ليدو وروسته پروفېسرابراهيم او مولانا يوسف شاه بېرته اکوړه خټک ته رارسېدلي او د طالبانو د مذاکراتي کميټۍ مشر مولانا سميع الحق سره يې ليدلي دي . مولانا سميع الحق وايې طالبانو خبرو ته گټور ځواب وئيلی دی .
پروفېسر ابراهيم او مولانا يوسف شاه طالبانو سره د خبرو اترو د حال تېرولو ورستو مولانا سميع الحق په دارالعلوم اکوړه خټک کې مطبوعاتو سره خبرو کې وويل ، طالبانو د حکومتي مذاکراتو مثبت ځواب کړی دی ، او طالبانو سره د مذاکراتي کميټۍ د غړو د خبرو سلسله نن د گل د ورځې تر سحره روانه وه .
نوموړي وويل طالبانو سره د شوؤ خبرو او د هغوي د ځواب په اړه به نور تفصيل سبا حکومتي مذاکراتي کميټۍ سره شريکوي .
په عېن حال کې چې د طالبانو د مذاکراتي کميټۍ غړي پروفيسر ابراهيم او مولانا يوسف شاه په وزيرستان کې ؤ ، او طالب مشرانو سره يې ليدل په پاکستانۍ ميډيا کې د طالبانو لخوا حکومت ته د ۱۵ پورې غوښتنې مخې ته راغلي دي .
ولې مولانا سميع الحق وايې چې مذاکرات قامي معامله ده او په دې کې د جذباتو نه کار اخستل نه دي پکار .که زه وس د ميډيا په وړاندې ټولې خبرې په ډاگه کړم ، نو مطلب به يې دا وي چې مذاکرات په دغه ځايې سرته ورسېدل .
نوموړي وويل طالبانو سره د کميټۍ غړو په ميران شاه کې ليدلي دي .
په دغه مهال د طالبانو د مذاکراتي کميټۍ رابطه کار مولانا يوسف شاه هم مطبوعاتو سره خبرې وکړې ، او ويې وئيل چې طالبانو سره زمونږ خبرې په ښه ماحول کې وشوې ، او مونږ هيله مند يوچې د مذاکراتو گټورې نتيجې مخې ته راشي .
نوموړي دا هم وويل چې مونږ د طالبانو د سياسي شورا د کميټۍ د ۱۰ سره هم وليدل او هغوي سره مو هم خبرې وشوې .
د طالبانو لخوا حکومت سره د مذاکراتو دپاره جوړې کميټۍ غړی پروفېسر ابراهيم او د کميټۍ رابطه کار مولانا يوسف شاه د خالي په ورځ د هيلي کاپټر د لارې وزيرستان ته وروستو له هغې تلي ؤ ، چې د حکومتي څلور کسيزه کميټۍ سره د شوؤ خبرو په اړه طالب مشران خبر کړي .
د حکومت اؤ طالبانو لخوا دټاکل شوؤ مذاکراتي کميټو غړو د زيارت په ورځ اسلام اباد کې لمړۍ ليدنه کړې وه، او د دغه ليدنې په مهال ددواړو خواؤ له لوري ځينې غوښتنې مخې ته راغلي چې پکې دحکومت لخوا د دغو مذاکراتو دائين په دائر کې دننه ترسره کيدو اؤ دخبرو اترو لمن يواځې تر قبائيلي سيمو پورې دمحدودولو غوښتنې شاملې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG