لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طاهرالقادري الوتکه د اسلام اباد په ځايي لاهور کې کوزه شوې


پرويز رشيد زياته کړې چې طاهرالقادري په الوتکه قبضه اچولې ، او د قانون سرغړونه کوي .
پرويز رشيد زياته کړې چې طاهرالقادري په الوتکه قبضه اچولې ، او د قانون سرغړونه کوي .
د پاکستان عوامي تحريک مشر طاهرالقادري بيرته ملک ته راتگ نن د گل په ورځ د دوبۍ نه پايه تحت اسلام اباد ته ټاکل شوی ؤ ، خو د نوموړي الوتکه د اسلام اباد په ځائي لاهور ته لېږل شوې ، او الوتکه د پنجاب صوبې د مرکزي ښار لاهور په هوائي اډه کوزه کړی شوې ده .
طاهرالقادري سره د مسافرو د لاهور په هوائي اډه غېر ملکي الوتکه کې ناست دی ، او تور لگوي چې د پاکستان وزيراعظم نوازشريف ، او د پنجاب صوبې وزيراعلي شهباز شريف الوتکه هائي جيک کړې يا تښتولې ده .
نوموړی وايي تر څو چې ورته پوځ د سيکيورټۍ يا حفاظت باور نه وي ورکړی ، د الوتکې نه کوزيږي او خپل کور ته نه ځي ، ځکه چې د پنجاب صوبې په پوليس يي باور نشتی .
د پاکستان د اطلاعاتو او نشرياتو مرکزي وزير پرويز رشيد وائي د طاهرالقادري الوتکه د اسلام اباد په هوائي اډه ځکه نه ده کوزه کړی شوې ، چې د عوامي تحريک په زرگونو غړي په هوايي اډه راجمع شوي ، او په دغه مهال د ترهگرۍ اندېښنه وه .
پرويز رشيد زياته کړې چې طاهرالقادري په الوتکه قبضه اچولې ، او د قانون سرغړونه کوي . نوموړی وايي د عوامي تحريک د مشر د پوځ غوښتنه جائز نه ده او هغه دې د سول انتظاميي سره مذاکرات وکړي .
په داسي مهال چې د پنجاب صوبائي حکومت لخوا په پينډۍ کې په جلسو جلوسونو د ۱۴۴ دفعې لاندې بنديز لگېدلی ؤ ، راپورونه وايي د طاهرالقادري د راتگ په مهال د اسلام اباد هوايي اډې ته تلونکې ټولې لارې په کنټينرو تړل شوې وې ، خود عوامي تحريک غړو ټول بندونه مات کړي ، او هوايي اډې ته رسېدلي وو .
په دغه مهال د عوامي تحريک د غړو او پوليس ترمينځ نښتې هم شوي ، پوليس په مظاهره چيانو اوښکې بيونکي گېسونه ويشتي ، او د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه د مظاهره چيانو لخوا په پوليس گټې ورول شوي ، او ۲۴ پوليس اهلکار پکې ژوبل شوي دي .
راپورونه وايي د لاهور په هوايي اډه هم د عوامي تحريک په لويه شمېره کې پلويان راجمع شوي دي .
تېره اوونۍ د لاهور په ماډل ټاؤن کې د طاهرالقادري ډلې د پلويانو او پوليس ترمينځ نښتو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او د ۸۰ نه زيات نور ژوبل شوي وو .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG