لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي۲۰ ورلډکپ : پاکستان ـ اسټريليا ته د ۱۹۲ رنزونو هدف ورکړو


پاکستان ته په خپل لمړي مېچ کې هند په اووه وکټو ماتې ورکړې وه
پاکستان ته په خپل لمړي مېچ کې هند په اووه وکټو ماتې ورکړې وه
بنگله ديش کې د روان ټي ټوئنټي ورلډ کپ په گروپ ټو کې د پاکستان او مېچ اسټريليا ترمينځ د لوبيدونکي مېچ ټاس اسټريليا وگټو او پاکستان ته يې د لمړي بيټنگ بلنه ورکړه . او پاکستان د پينځه لوبغاړو په سوزيدو ۱۹۱ رنزونه جوړ کړل او اسټريليا ته يې ۱۹۲ رنزونو هدف ورکړو .
د پاکستان لخوا عمراکمل ښه بيټنگ وکړو او ۵۴ بالونو يې ۹۴ رنزونه جوړ کړل . په پاتې نور لوبغاړو کې کامران اکمل په ۳۱ بالونو ۳۱ او شاهد افريدي په ۱۱ بالونو ۲۰ رنزونه جوړ کړل .
محمد شهزاد او کامران اکمل د اننگز پېل وکړو ، ولې شهزاد په ۵ بالونو ۵ رنزونو او بيا محمد حفيظ په ۱۰ بالونو ۱۳ رنزونه جوړ کړل او اؤټ شو .
نن د اتوار په ورځ ډهاکه کې لوبيدونکي مېچ دپاره د پاکستان په ټيم کې د باولر جنيد خان په ځايې زوالفقار بابر شامل کړی شوی دی .

د اسټريليا کولټرنائل دوه ، بولينگر ، واټسن او ميچل سټارک يو يو وکټ واخيستو .
د پاکستان کرکټ ټيم کپتان محمد حفيظ د مېچ په سر کې وئيل ؤ نن به جارحانه لوبه کوؤ .

اسټريليا د ټي ټوئنټي ورلډ کپ خپل لمړی کوي ، او د پاکستان دوهم مېچ دی .
پاکستان ته په خپل لمړي مېچ کې هند په اووه وکټو ماتې ورکړې وه ، دغه مېچ د جمعې په ورځ شوی ؤ .

پاکستان او اسټريليا له دې وړاندې ۱۱ ځله په ټي ټوئنټي مېچونو کې يو بل ته مخامخ شوي دي . چې پکې پاکستان اووه او اسټريليا څلور مېچونه گټلي دي .
د پاکستان ټيم کې کامران اکمل ، احمد شهزاد ، محمد حفيظ (کپتان) ، عمراکمل ، شعېب ملک ، صهېب مقصود ، شاهد افريدي ، بلاول بهټي ، عمرگل ، زوالفقار بابر او سعيد اجمل شامل دي .
د اسټريليا ټيم لوبغاړي ارون پينچ ، ډيوډ وارنر ، شين واټسن ، گلن ميکزويل ، جارج بيلي (کپتان) ، بريډهوج ، بريډهيډن ، ميچل سټارک ، نيتهن کولټرنائل ، بريډ هوگ او ډهوبولينگر دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG