لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام : ځان مرگي بريد کې يو مهم باغي مشر وژل شوی

د ابو خالد په اړه وئيل کيږي چې هغه د القاعده پخواني مشر اسامه بن لادن سره يو ځايې جنگېدلی اؤ د القاعده د وسني مشر ايمن الظواهرې سره يې نزدې اړيکې وې .
د ابو خالد په اړه وئيل کيږي چې هغه د القاعده پخواني مشر اسامه بن لادن سره يو ځايې جنگېدلی اؤ د القاعده د وسني مشر ايمن الظواهرې سره يې نزدې اړيکې وې .

په شام کې د القاعده سره تړلی مشر باغي کمانډر ابو خالد المصوري په يو ځان مرگي بريد کې سره د شپږو نورو ملگرو وژل شوی دی . د ابو خالد په اړه وئيل کيږي چې هغه د القاعده پخواني مشر اسامه بن لادن سره يو ځايې جنگېدلی اؤ د القاعده د وسني مشر ايمن الظواهرې سره يې نزدې اړيکې وې .

د راپورونو ترمخه په ابوخالد المصوري ځان مرگی بريد د اتوار په ماښام د شام په حلب ښارکې د جنگيالۍ ډلې احرارالاشام په مرکزي دفتر باندې شوی دی . او ځان مرگي بريد کوؤنکی د احرار په دفتر کې ننوتې او ځان يې الوزولی دی .
په شام کې د بشري حقونود څارنې تنظيم ابزروېټري سيرين هيومن رائټس گروپ ترمخه داسې مالوميږي چې دا بريد اسلامک اسټېټ اف عراق اېنډ سېريا (ائي اېس ائي اي ) کړی دی .
په برطانيه کې د شام دپاره د بشري حقونو د څارنې تنظيم لخوا وئيل شوي چې خالد المصوري د عراق او افغانستان په جگړو کې هم برخه اخېستې او د القاعده د مشرانو غړو سره ډېر نزدې مرستيال پاتې شوی دی .
راپورونه وايې د خالد المصوري د وژنې نه وروستو دې اندېښنو سر راپورته کړی چې د صدربشارالاسد په ضد په جگړو بوخت د باغي ډلو ترمينځ په جگړو کې نور زياتوالی مخې ته راتلی شي .
په وروستيو مياشتو کې د باغيانو ترمينځ نښتو کې په سلگونو کسان وژل شوي دي .
د ملگرو ملتونو د شمېرې ترمخه شام کې په روانو جگړو کې د يو لاک نه زيات کسان وژل شوي او نوي لاکهه نور متاثره شوي دي ، او په متاثره شوؤ خلکو کې زياتره په گاونډي هېوادونو کې د کډوالۍ په ژوند تېرولو مجبور دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG