لاس رسیدونکی لینک

دمشق کې بم چاودنو ۴٥ کسان وژلي


دمشق کې د تشدد واقعات په داسې مهال شوي چې جنیوا کې د ملگرو ملتونو د استازی سټیفن ډي مستوره شام د حزب اختلاف ډلې سره لیده کاته کونکی دی. د ملگرو ملتونو د استازي دا کوښښ دی چې شام د خانه جنگۍ د سیاسي حل لپاره مخالف ډلې د مذاکراتو میز ته راکښ کړي

د شام په سرښار دمشق کې دوه ځانمرگي حملو او په یو موټر بم چاودنه کې لږ تر لږه ۴٥ کسان وژل شوي دي.

دواړه ځانمرگي حملې په داسې مهال وشوې چې امدادي کارکونکو د وړاندې شوي موټر بم چاودنې ورسته د کومک کار ترسره کولو.

درې واړه چاودنې په دمشق کې د سیده زینب د روضي سره نژدې وشوې چې ښار کې د شیعه مسلک تر ټولو مقدس مزار دی.

دمشق کې د تشدد واقعات په داسې مهال شوي چې جنیوا کې د ملگرو ملتونو د استازی سټیفن ډي مستوره شام د حزب اختلاف ډلې سره لیده کاته کونکی دی. د ملگرو ملتونو د استازي دا کوښښ دی چې شام د خانه جنگۍ د سیاسي حل لپاره مخالف ډلې د مذاکراتو میز ته راکښ کړي.

شام د حکومت مخالف ډله هائي نگوسي ایشن کمیټي وايي حکومت سره د مذاکراتو وړاندې دې حکومتي ځواکونه دې حصارونه ختم کړي او روسي هوائي بمباري دې ودرولی شي.

XS
SM
MD
LG