لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شامي وگړو مهاجرت کې افغانان شاته پریښودل


ملگري ملتونه وايي په شام کی د پنځه کلنی جگړې له امله بشري ستونزه لا ژوره شوې او نزدی دوولس میلیون وگړې بې ځایه شوې دي
ملگري ملتونه وايي په شام کی د پنځه کلنی جگړې له امله بشري ستونزه لا ژوره شوې او نزدی دوولس میلیون وگړې بې ځایه شوې دي

ملگري ملتونه وايي په شام کی د پنځه کلنی جگړې له امله بشري ستونزه لا ژوره شوې او نزدی دوولس میلیون وگړې بې ځایه شوې دي.

په جینیوا کی د کډوالو لپاره د ملگرې ملتونو د اداری یو ویاند بابر بلوڅ ډیوه ریډیو ته مرکه کې ویلي شاوخوا څلور میلیون شامی وگړو په گاونډي هیوادونو لکه مصر، عراق، اردن، لبنان او ترکیه کې پناه اخستي اونزدي اته میلیون په هیواد کی دننه بې ځایه شوې دي.

شام کې د صدر بشارالاسد د ټول واکۍ په ضد د سنی اکثریت ډلی وسله واله مبارزه کوي اوغوښتنه لري چې هغه دې واک پریږدي. امریکا او ائتلافي هیوادونه په ښاغلی اسد د واک د انتقال لپاره خپل فشار زیات کړۍ دۍ. په لندن کی د شام د وضعی د څارنی اداره وايي هلته د اسلامې ریاست تندروه وسله والې ډلې (پخوانئ داعش ) د ظلم و زیاتوب څخه زیات شمیر خلگ د سرساتنې لپاره تیښتې ته اړشوي.

ښاغلئ بلوڅ وايي په نزدي تاریخ کې تر ټولو لوئ هجرت افغانانو کړئ وو کله چی کال ۱۹۷۹ کې د خپل وخت شوروي اتحاد په افغانستان یرغل وکړ او تر شپږ میلیون پورې افغان وگړي په گاونډي پاکستان او ایران کې پناه اخستو ته مجبور شو. خو د ده په وینا د شام په جگړه کې د بې کوره شوو خلگو شمیرتر افغانانو هم زیات شوئ دئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:00 0:00

د بابر بلوڅ سره د نصیرکاکړ مرکه په لاندیني لینک اوریدئ شئ. په سر کی د شام د وضعی په باب پوښتنه شوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG