لاس رسیدونکی لینک

شمالي شام کې هوائي بمبارۍ ١٨ کسان وژلې

شام کې د روس کاروائي هیواد پس له هغې نوره هم کړکیچنه شوي چې د ترکي هوائي ځواکونو یو روسي جهاز راوغورځو. د ترکي مامورین وايي روسي جهاز د ترکي سرحد خلاف ورزي کړې وه او په دې اړه ورته خبرداری ورکړی شوی وو. خو روسي مامورین وايي روسي جهاز د شام په سرحد کې دننه وو.

د شام په شمال کې هوائي بمبارۍ دلاسه ١٨ کسان وژل شوي او ۴٠ نور زخمیان شوې دي او د انساني حقونو یوې ډلې امکان څرگند کړی چې بمباري روسي جهازونو کړې ده.

برطانیه کې میشته شام د انساني حقوقو ډله سیرین ابزرویټري فار هیومن رائټس وايي هوائي بمباري د ادلب صوبې په اریحا کلي شوي چې ترکي د سرحد نه ٢٠ کلومیټره لرې پرته سیمه ده.

ډله وايي بمبارۍ کې په یو بازار بمو لگیدلې دي.

سیمه د وسله والو په قبضه کې ده چې پکې د القاعده سره تړلې ډله جبه النصره هم شامله ده. داعش دغلته اثروسوخ نه لري.

روس سپټمبر د میاشت راهسې په شام کې هوائي بمباري شورو کړې ده خو امریکا او ائتلافي هیوادونه د روس په کاروائي تنقید کوي وايي روسي بمبارۍ کې داعش پرځائې د صدر بشارالسد مخالفین په هدف کولی شي.

XS
SM
MD
LG