لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

او ايي سي: مالداره عرب هیوادونه دې شام کډوالو سره ډیرې مرستې وکړي


د او ايی سي د سیاسي چارو استازی یححیا لاوال وي او ای ډیوه ته وايي د خلیج شته من هیوادونه شام د مهاجرینو د مسلې د حل په لړ کې ډیر څه کولی شي. په دې لړ کې هغه د او ايي سي د کردار دفاع وکړه. هغه په ملگرو ملتونو غږ وکړو چې شام کې ملکی خلک د بشارالسد د حکومت او دداعش د زور زیاتي محفوظ ساتلو دپاره دې اقدامات پورته کړي
د او ايی سي د سیاسي چارو استازی یححیا لاوال وي او ای ډیوه ته وايي د خلیج شته من هیوادونه شام د مهاجرینو د مسلې د حل په لړ کې ډیر څه کولی شي. په دې لړ کې هغه د او ايي سي د کردار دفاع وکړه. هغه په ملگرو ملتونو غږ وکړو چې شام کې ملکی خلک د بشارالسد د حکومت او دداعش د زور زیاتي محفوظ ساتلو دپاره دې اقدامات پورته کړي

د بشري حقونو نړې والې ادارې ایمنسټي انټرنیشنل او د مسلمان هیوادونو تر ټولو لوې تنظیم او اي سې نمائنده ډیوه راډیو ته په بیلو مرکو کې ویلي چې په تیلو غني عرب هیوادونو له د شام څخه په لکونو بې کوره خلکو سره امداد کول پکار دي.

په جده کې د او ايی سي د سیاسي چارو استازی یححیا لاوال وي او ای ډیوه ته وايي د خلیج شته من هیوادونه شام د مهاجرینو د مسلې د حل په لړ کې ډیر څه کولی شي. په دې لړ کې هغه د او ايي سي د کردار دفاع وکړه. هغه په ملگرو ملتونو غږ وکړو چې شام کې ملکی خلک د بشارالسد د حکومت او دداعش د زور زیاتي محفوظ ساتلو دپاره دې اقدامات پورته کړي

ښاغلي یححیا وویل پکار ده چې ملگري ملتونه داسې حالات جوړ کړي چې څوک هم خپل کور په پریښودو مجبور نه شي.

لندن کې د ایمنسټي انټرنیشنل د یورپي چارو مشر جان ډیلسن هم وویل د خلیج عرب ریاستونه او د نړۍ نور قوتونه، لکه اسټریلیا او امریکا، د مهاجرینو په موجوده حالاتو کې خپل کردارا ادا کولی شي. هغه وویل تر څو د کډوالو د ابادولو دپاره لارې چارې نه وي لټول شوي د مهاجرینو غوره منزل به هم یورپ وي. هغه وویل یورپ لخوا د سرحدونو بندولو اقدام د مسلې حل نه دی. هغه وویل داعش د ټولې نړۍ دپاره یوه لویه مسله ده.

دواړو مامورینو دغه خبرې په داسې حال کې کړې دي چې یورپ د منځني ختیز او په خصوصي توگه شام او د افریقائي ځېنې هیوادونو نه په لویه شمیره کې تلونکو مهاجرینو د مسلې سره مخ دی.

امریکا اعلان کړی دی چې کال ٢٠١٧ پورې به یو لاک مهاجرینو ته پناه ورکوي او د اسلامي هیوادونو تنظیم او ايي سي او د انساني حقونو نړي والې ډلې ایمنسټي انټرنیشنل ویلي د مهاجرینو د مسلې په اړه پکار ده چې د منځني ختیز او نور نړي وال قوتونه هم خپل کردار ادا کړي.

د او ايي سي او د ایمنسټي انټرنیشنل استازو سره د وي او ای ډیوه مرکې دلته اوریدی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:26 0:00

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG