لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شام په سرحدي ښار کوباني کې جگړه روانه ده


د کوباني د جنگ یو وډیو یو جټ جهاز ښائي چې تیریږي، بیا چاودنه اوریدل کیږي او ددې ورسته د گور لوگې د اسمان په لورې پورته شي
د کوباني د جنگ یو وډیو یو جټ جهاز ښائي چې تیریږي، بیا چاودنه اوریدل کیږي او ددې ورسته د گور لوگې د اسمان په لورې پورته شي

د شام په شمالي سرحدي ښار کوباني کې جنگ روان دی او د نهې په ورځ جنگی جټ جهازونو په ښار پروازونه کول او ښار نه د گوله بارۍ اوازونه اوریدی کیدل.

د پولې پورې غاړه ترکي کې لگول شوي د کیمرو تصویرونو ښودل چې د امریکا ائتلافي ځواکونو د اسلامک سټیټ خلاف تازه هوائي بمباري کړې ده. نړي وال ائتلاف د تیرې یوې میاشتې راهسې شام کې د اسلامک سټیټ خلاف هوائي حملې کوي.

د کوباني د جنگ یو وډیو یو جټ جهاز ښائي چې تیریږي، بیا چاودنه اوریدل کیږي او ددې ورسته د گور لوگې د اسمان په لورې پورته شي.

کوبانی کې جنگ د هغه کوششونو برخه ده چې ښار د اسلامک سټیټ یا د امارت اسلامي منگولو ته غورځیدو مخه ونیسي. ښار دا وخت د کرد جنگیالو په ولکه کې دی.

کرد جنگیالي طمعه لري چې عراق نه به ورسره پیش مرگه جنگیالي هم شامل شي.

ائتلافي ځواکونو عراق کې هم د اسلامک سټیټ خلاف کاروائي کړې ده چې د سني وسله والې ډلې پرضد د عراقي ځواکونو مرسته وکړی شي. اسلامک سټیټ د جولائي او اگست د میاشت راهسې شمالي او غربي عراق کې په پراخه کچه سیمو قبضه کړې ده.

بل لوري ته د جرمني ښار برلن کې نن د نهې په ورځ د ۴٠ هیوادونو خارجه وزیران او نور استازي غونډه کوي. غونډه کې به د شام گاونډي هیوادونو د مرستې په موضوع غور کولی شي دا وخت ورته په لکونو د شام مهاجرین ور روان دي.

ملگرو ملتونو شام نه د ٣٠ لکو نه زیات مهاجرینو نوم لیکنه کړې ده. د شام مهاجرینو ترکې، لبنان، اردن، عراق او مصر کې پناه اخیستې ده. د مهاجرینو د مرستې د پاره ملگرو ملتونو د لکونو ډالرو د امداد غوښتنه کړې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG