لاس رسیدونکی لینک

دمشق سره نزدې د فلسطیني مهاجرو په کیمپ د وسله والوقبضه


یرموک د ډیر مودې راهسې د فلسطیني انتظام دلاندې دی چرته چې د کال ٢٠١٢ راهسې د حکومتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې شوي دي. په زرگونو خلک کیمپ ته لبنان او اردن ته په هجرت مجبور شوي دي

شام کې په حالاتو نظر ساتونکی یوه اداره وايي وسله والو سرښار دمشق سره نزدې د فلسطیني مهاجرو د یو کیمپ په زیاتره برخه قبضه کړې ده.

سیرین ابزرویټري فار هیومن رائټس وايي د داعش او النصره فرنټ نومې وسله والو ډلو د یرموک کیمپ د ٩٠ فیصد نه زیاته برخه نیولې ده. دواړه ډلې نور وسله والو سره جنگیدلې دي چې پکې د فلسطینیانو یوه ډله هم شامله ده چې د شام د حکومت مخالفت کوي.

د ملگرو ملتونو چارواکې وايي د شام امنیتي ځواکونو په کیمپ باندې بمباري کړې ده.

د تیرې هفتې راهسې تشدد د لاسه کیمپ کې ١٨٠٠٠ ملکي کسان حصار شوي دي چې زیاتره پکې خو د فرانس خبري اداره وايي ځېنې خلک بهر وتلو کې کامیاب شوي دي.

د فلسطین پیلسټائن لیبریشن ارگنائزیشن یو مامور په حواله ای ایف پي ویلي په تیرو دواو ورځو کې ۴٠٠ کورنۍ پوځ د ولکې د لاندې په یوه لار کیمپ نه وتلو کې کامیابې شوي دي.

امریکا په یرموک کیمپ باندې د حملو غندنه کړې ده او ویلې يي دي د داعش او ډلې سره تړلې ډلو اقدامات کیمپ کې میشته د ملکي کسانو ژونده د خطراتو سره مخامخ کوي چې د تیرو څو کلونو راهسې خوراک، دوا او نورو بنیادي شیانو ته اړتیا لري.

یرموک د ډیر مودې راهسې د فلسطیني انتظام دلاندې دی چرته چې د کال ٢٠١٢ راهسې د حکومتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې شوي دي. په زرگونو خلک کیمپ ته لبنان او اردن ته په هجرت مجبور شوي دي.

XS
SM
MD
LG