لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د داعیش وسله والو ٩٠ عیسایان تښتولې دي


شمالي شام کې کرد جنگیالو د داعیش خلاف په مزکه جنگ شورو کړی دی. تیره میاشت کرد جنگیالو د امریکائي ائتلاف د هوائي بمبارۍ په کومک کوباني ښار د داعیش د ولکې نه راخلاص کړی دی
شمالي شام کې کرد جنگیالو د داعیش خلاف په مزکه جنگ شورو کړی دی. تیره میاشت کرد جنگیالو د امریکائي ائتلاف د هوائي بمبارۍ په کومک کوباني ښار د داعیش د ولکې نه راخلاص کړی دی

د داعیش وسله والو د شام په شمال ختیز کې د عیسائي مذهب منونکو په گڼ شمیر کلو باندې حمله کړې او ٩٠ کسان يي تښتولې دي.

برطانیه کې میشته د انساني حقوقو تنظیم سیرین ابزرویټري فار هیومن رائټس، چې شام کې د تشدد څارنه کوي، وايي وسله والو تل شمیرم او په نورو کلو حمله وکړه او ٩٠ کسان يي د ځان سره وتښتول. ویل کیږي چې تښتول شوي خلک د ایسیرین عیسائي مسلک سره تعلق لري.

د عیسائي مذهب منونکو د تښتول کیدو یوه ورځ وړاندې د کرد جنگیالو او داعیش وسله والو په منځ کې نښتې شوي دي. د امریکا په مشرۍ کې ائتلافي ځواکونو د هوائي بمبارۍ په مرسته، کرد جنگیالو د عراق پولې سره نزدې د داعیش په هدفونو حمله وکړه چې ورستو د دواړو فریقینو ترمنځ جگړه ونخښته.

امریکائي چارواکو ویلي د اتوار یا شنبې په ورځ يي حسیکه سیمه کې ١١ هوائي حملې کړې دي او د داعیش موټرې، مورچې او نورو مرکزونه يي په هدف کړې دي.

شمالي شام کې کرد جنگیالو د داعیش خلاف په مزکه جنگ شورو کړی دی. تیره میاشت کرد جنگیالو د امریکائي ائتلاف د هوائي بمبارۍ په کومک کوباني ښار د داعیش د ولکې نه راخلاص کړی دی.

داعیش د خلکو تښتول د جنگ د الې په توگه استعمالوي او په شام، عراق او لیبیا کې تښتول شوي کسان يي وژلې دي چې پکې د مصر عیسائي مذهب منونکي ٢١ کسان هم وو چې د داعیش وسله والو يي سرونه قلم کړل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG