لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او نړۍ په ځینې خبرونو یو نظر


Syria Complex Grid
Syria Complex Grid

د سوریې په شمال کې د داعش او د امریکا په ملاتړ د کردي ځواکونو ترمنځ د یکشنبې په ورځ سخته جګړه شویده.

جګړه د سوریې د رقې ښار په ۵۰ کیلومټرۍ کې په یوه هوایي ډګر باندې شویدي.

په سوریه کې د بشر د حقونو د څار ډله دغې جګړې ته د طبقې د ښار د نیولو د جګړې په نامه یاده کړیده.

راپورونه وايي چې د جګړې په ډګر د یوه ځان وژونکي برید په ترڅ کې ۱۵ کردي سرتیري وژل شویدي.

------

د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ څخه د جاپان او چین مشرانو ته ټیلفونونه کړي او د شمالي کوریا په اړه د موجوده اندېښنو پر سر یې ورسره خبرې کړیدي.

د جاپان له ولسمشر شینزو ابې سره د هغه د ۳۰ دقیقو خبرې پدې روانې وايي چې باید د پیانګ یانګ په وړاندې فشارونه زیات شي.

د جاپان ولسمشر شینزو ابې په ټوکیو کې ژورنالستانو ته وویل دوي دواړه له شمالي کوریا څخه په کلکه غواړي چې نور دې د تحریک کونکو اقداماتو څخه لاس واخلي.

ابې دا هم وویل چې چین کولای شي د پیانګ یانګ پرضد لا ستر رول ولوبوي.

-------

د بشر د حقونو یوه اداره له چین څخه غواړي چې په چټکۍ سره دې هغه اته کوریایې کډوال پرېږدي چې په مارچ میاشت کې یې نیولي دي.

پدغو نیول شویو کسانو کې څلور ښځې هم شاملې دي.

د بشر د حقونو د څار ډله وايي دوي پدې باور دي چې په شیانګ یانګ کې نیول شوي کسان لا اوس هم په چین کې دي.

یادې ډلې له چین څخه غوښتي دي چې نیول شوي کسان باید بیرته شمالي کوریا ته ونه سپاري بلکه یا دې ورته په خپله هیواد کې قبولي ورکړي او یا دې دریم خوندي هیواد ته ولېږدوي.

------

د وینزویلا ولسمشر نیکولس میدورو تیره ورځ د سمیزو انتخاباتو غږ وکړ خو مخکې له وخته د ولسمشرۍ د ټاکنو په اړه یې څه وه نه ویل.

دغه نوی ګام وروسته له هاغې پورته شو چې په وینزویلا کې په میلونونو لاریون کونکو د مخکې له وخته د انتخاباتو غوښتنه وکړه.

نوموړي همدارنګه له مخالفینو سره د سیاسي خبرو اترو خبر هم ورکړ.

ټاکل شویده چې بل ستر لاریون به د دوشنبې په ورځ ترسره شي.

په وینزویلا کې د تیرې میاشتې په لاریونو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شویدي.

-------

د افغانستان د دفاع وزیر او د پوځ لوی درستیز خپلې استعفاوې وړاندې او د جمهورريیس اشرف غني لخوا ومنل شوې.

د دفاع وزیرعبدالله خان حبیبي او د پوځ لوی درستیزقدیم شاه شهیم نن په یوې خبري غونډې کې وویل ،د ملي ګټو او ملي ارزښتونو څخه دفاع لپاره دخپلو دندو پریښودو ته په خپله خوښه حاضر شويدي.

د افغانستان په شمال کې په ۲۰۹ نمر شاهین قول اردو باندې د وسله والو ترهګرو لخوا تر خونړي برید وروسته ډیرو افغانانو په دندو کې د پاتې راتلو له امله د جګپوړیو حکومتي چارواکو د ګوښه کېدو غوښتنه کوله.

------

د روغتیا نړیواله اداره وايي چې د ملاریا د ناروغۍ پرضد لومړنۍ جوړ شوی واکسین به په راتلونکې کال کې په ګانا، کینیا او ملاوې کې وه ازمویل شي.

د برتانوۍ کمپنۍ ګلاکسوسمیت کلاین په واسطه دغه نوی جوړ شوي واکسین به ماشومانو ته د پیچکارۍ له لیارې ورکول کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG