لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت نه پریږدم: بشارالسد


د امریکا خارجه وزیر جان کیري ویلي امریکې سره لارې چارې موجود دي چې بشارالسد مجبور کړي چې جنیوا کې وړاندې ټاکلی شوي اهداف تسلیم کړي
د امریکا خارجه وزیر جان کیري ویلي امریکې سره لارې چارې موجود دي چې بشارالسد مجبور کړي چې جنیوا کې وړاندې ټاکلی شوي اهداف تسلیم کړي
د شام صدر بشارالسد ویلي د حکومت پریښودو هیڅ اراده نه لري.
د روس د پارلیمنټ غړو سره خبرو اترو کې بشارالسد وویل که هغه چرې محاصره کیدل غوښتل نو د شورو نه به يي ځان محاصرې ته ورکړی وو.
خو د شام حکومتي مطبوعاتو ویلې د بشارالسد ددغه وینا په هکله رپورټونه صحیح نه دي. خو په ازاده توگه د رپورټ تصدیق نه دی شوی. د بشارالسد دغه وینا چې د واک پریښودو اراده نه لري په وړمبي ځل د روس خبرې ادارې انټرفیکس رپورټ کړې وه.
هغه وویل د هغه د واک پریښودو په موضوع خبرې نشې کیدی.
بشارالسد دغه وینا سویټزرلینډ کې د شام حکومت او د مخالفینو ترمنځ کیدونکو خبرو اترو څو ورځې وړاندې کړې ده. جنیوا کې د دواړو فریقینو مذاکرات ددې میاشت په ٢٢ مه نیټه کیدونکې دي.
د شام د حکومت تر ټولو لوې مخالف ډلې ویلي په مذاکراتو کې به شرکت کوي.
د حزب اختلاف ډیرو مشرانو په مذاکراتو کې د شرکت نه په دې وجه انکار کړی دی چې صدر بشارالسد د حکومت پریښودو لوظ نه دی کړی.
د شام حکومت مخالف ډلې ترهگر گرځوي او د امن مذاکراتو کې توجه د نوي حکومت جوړولو په ځائې ترهگرۍ خلاف جنگ ته ورکول غواړي.
د امریکا خارجه وزیر جان کیري ویلي امریکې سره لارې چارې موجود دي چې بشارالسد مجبور کړي چې جنیوا کې وړاندې ټاکلی شوي اهداف تسلیم کړي.
بلخوا، شام ويلي روس ته يي حلب ښار کې د ډز بندۍ او مخالفینو سره د قیدیانو د تبادلې یو منصوبه ورکړې ده.
د روس د سفر په مهال د شام خارجه وزیر ولید المعلم د جمعې په ورځ وویل حلب په هکله تجویز امن مذاکراتو د تیارۍ برخه ده

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG