لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بشارالسد: داعش غربي نړۍ د غلطې تگ لارې له امله راپورته شوی


تیره میاشت بشارالسد روس ددورې په مهال ماسکو کې د روس صدر ولادیمیر پوټن سره لیده کاته وکړل
تیره میاشت بشارالسد روس ددورې په مهال ماسکو کې د روس صدر ولادیمیر پوټن سره لیده کاته وکړل

د شام صدر بشارالسد ویلي د داعش وسله واله ډله د غربي نړۍ د "غلطې تگ لارې" له امله راپورته شوي ده او د هغه په هیواد کې سیاسي عمل تر هغه وخت پورې نشي پیل کیدی تر څو چې د هغه په قول "ترهگرو" ته ماتی نه وي ورکړی شوي.

بشارالسد د ترهگر ټکی داعش او د غرب په ملا تړ کې د هغه خلاف جنگیدونکو باغیانو ډلو ته استعمالوي.

د اټلي ټیلې وژن سره مرکه کې، بشارالسد په فرانس، لبنان او روس کې د ترهگرۍ د ورستیو حملو غندنه وکړه او په حملو کې د وژل شوو خلکو په مرگ يي خواښوږي څرگنده کړه. خوهغه وویل شام د تیرو پنځو کلونو راهسې هم ددغه رنگ ترهگرۍ ښکار دی.

بشارالسد خپل هیواد کې داعش د موجودگۍ په اړه په تفصیل خبرې وکړي او د داعش د راپورته کیدو ذمه واري يي په غري نړۍ واچوله. هغه وویل داعش په کال ٢٠٠٣ کې په عراق د امریکائي پوځي کاروائي په ترڅ کې جړې مظبوطې کړې دي. هغه دا خبره هم په ډاگه کړه چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي په یو وخت کې عراق کې د امریکې په زندان کې نیول شوی وو.

د صدر بشارالسد د وینا په اړه دبۍ کې میشته تجزیه کار تیوډر کراسک وي او ای ته ویلي د شام صدر نه یوازې په تیرو کلونو کې کړې خپله وینا تکرار کړې بلکه د روس دا دریز يي هم وړاندې کړی چې گني داعش د راپورته کیدو ذمه واري د غربي نړۍ په غاړه ده.

امریکا او ځېنې غربي قوتونه شام کې د بشارالسد مخالف باغیانو ملاتړ کوي او وايي بشارالسد باید چې واک د لاسه ورکړي. خو د شام ائتلافي هیوادون روس او ایران دغه غوښتنې ردوي.

شام د خانه جنگۍ ختمولو په لړ کې په ویانه اسټریا کې د خالي یا شنبې په ورځ د شلو غربي هیوادونو په غونډه کې دا فیصله شوي چې د جنورۍ د وړمبۍ نیټې پورې به د شام حکومت او د باغیانو استازې د ملگرو ملتونو په منځگړیتوب یوې غونډې ته رایوځائی کولی شي.

بشارالسد په ائنده کې د صدارتي انتخاباتو کولو امکان هم څرگند کړو خو وې ویل ووټونه به هله کولی شي که چرې د شام اولس يي غوښتنه وکړی.

د خپل سیاسي کردار په اړه بشارالسد وویل د صدارت چوکۍ د هغه ملکیت نه دی بلکه په دې د شام د اولس په نمائندگۍ ناست دی.

په عین حال کې د امریکې صدر براک اوباما ویلي شام کې د سیاسي بغیر داعش ته ماتی ورکول ممکن نه دي. د زیارت په ورځ د فلپینز سرښار منیلا کې خپله وینا کې برا ک اوباما وویل شام کې داسې څه سیاسي مفاهمت نه ویني چې په نتیجه کې به يي بشارالسد د صدارت په چوکۍ ناست پاتې شي.

بشارالسد هیواد د ائنده یو داسې تصویر جوړ کړو چې پکې مخالف سیاسي ډلې په پارلیمانی انتخاباتو کې برخه اخستې او د ملک چارې په وړاندې بوځي. هغه دا خبره بیا تکرار کړه ترڅو ترهگرۍ ته ماتی نه وي ورکړی شوي، شام کې سیاسي عمل مخ په وړاندې نشي تللی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG