لاس رسیدونکی لینک

په شام کې النصره ډلې د داعش خلاف جگړه تنده کړې ده


څیړونکې وايي جبه النصره په داسې مهال په شام کې جگړه تنده کړې چې گڼ شمیر مشران يي هم دغه هیواد کې یواځائې شوې دي

په شام کې د القاعده سره تړلې ډلې جبه النصره د داعش خلاف جگړه تنده کړې ده او د شام په جنوب کې يي د داعش خلاف حملې زیاتې کړې دي.

د جبه النصره له خوا په جنگ کې اضافې او د صدر بشارالاسد د ځواکونو خلاف په حملو کې تندۍ ته په دې نظر کتل کیږي چې ډله خپل ځان بیا راژوندی کول غواړي.

څیړونکې وايي جبه النصره دا هم ښودل غواړي چې د داعش او بشارالاسد خلاف اتحاد کې دا ډله هم خپل کردار ادا کولی شي. داسې هم لیدل کیږي چې گنې د القاعده سره تړلی دا تنظیم به ادلیب صوبه کې د القاعده له خوا د امارت قائمولو اعلان هم وکړي.

د اتوار، یک شنبې، په ورځ شائع شوي یو وډیو پیغام کې د القاعده مشر ایمن الظواهري هم په شام کې د امارت د قیام ملاتړ کوي. په تیرو څو میاشتو کې په وړمبي خپل پیغام کې الظواهري په شام کې په وسله والو د یوځائې کیدو غږ کړی دی.

جبه النصره له خوا په جگړه کې د زیاتوالي په اړه د میډل ایسټ انسټیټیوټ څیړونکی چارلز لیسټر وايي د فرورۍ او مارچ په میاشت کې د پسپائي سره د مخامخ کیدو ورسته دغه ډله اوس بیا خپل زور قائمول غواړي

لسټر چې د سیرین جهاد نومې کتاب منصف هم دی، وايي په داسې مهال چې نړي والې ټولنې د داعش خلاف خپله کاروائي تنده کړې ده، القاعده په خاموشۍ کې په شام کې د خپل امارت د قائمولو دپاره کوښښونه کوي.

تیره هفته جبه االنصره په حما ښار کې شام د حکومتي ځواکونو په یو مرکز حمله او په حمله کې يي د ٢٥ حکومتي عسکرو د وژلو دعوه وکړه. د حملې په جواب کې حکومتي ځواکونو د وسله والو په مختلفو مرکزونو هوائي بمبارۍ وکړې.

ښاغلی لسټر په فارن پالیسي مجله کې په خپل یو مضمون کې وايي په شام کې جبه االنصره نه یوازې په جگړه کې اضافه کړې ده بلکه د ډلې ځېنې اهم مشران هم شام ته رسیدلې دي چې هغه ورته د یورپ په دروازه کې د القاعده د رهبرانو رایوځائې کیدل وايي.

XS
SM
MD
LG