لاس رسیدونکی لینک

د امریکا خارجه وزارت د کشمیر جهادي کمانډر سید صلاح الدین نړیوال ترهگر گرځولی


د امریکا خارجه وزارت د هند ولقې لاندې کشمیر وسله وال محمد یوسف شاه چې په جهادي نوم یی سید صلاح الدین دی نړیوال ترهگر گرځولې دی. د بندیزونو د قانون لاندې سید صلاح الدین د امریکا قامي امنیت اقتصاد ، خارجه پالیسو او امریکاي وگړو لپاره د خطرې وړ گرځولې شوې دی.

دا پابندي په داسې حال کې لگول شوې ده چې د هند وزیراعظم نریندرا مودي د واشنگټن په سفر دی-

د صلاح الدين جائیداد او نورې اثاثې منجمد کړې شوي دي او امریکايانو ته امر شوې دی چې دده سره هیڅ قسمه مالي لین دین نه کوي.

محمد یوسف شاه عرف سید صلاح الدین د خپلې وسله والې ډلې حزب المجاهدین مشري کوي. نوموړي په کال 2016 کې د کشمیر د لانجې سوله ايز حل مخا لفت کړې ؤ او گواښ ېی کړې ؤ چې نور کشمیریان به د ځان مرگه بریدونو لپاره تیاروي او دا چې کشمیر به د هندي پوځ په قبرستان کې بدلوي.

صلاح الدین په کال 2014 کې د هند ولقې لاندې کشمیر کې د یوشمیر بریدونو ذمه واري هم قبوله کړې وه چې پکې 17 کسان ژوبل شوي وو.

ممکنه ده ددې گام ترمخه به نړیواله ورورولي هم د یوسف شاه د هلوځلو مخ نیوي کې مرستې اوکړي او دې به پخپله نشي کولې چې امریکا کې د یو تن یا یوې ډلې سره څه قسمه کاروبار وکړي

XS
SM
MD
LG