لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمسي توانائي هوائي جهاز د دنیا سفر پیل کړو


ایس آيي ټو نومې هوائي جهاز دوه سوئیس سائنسدانانو برټرنډ پکارډ او آندری بورشبرگ په ١٢ کلونو کې جوړ کړی دی.
ایس آيي ټو نومې هوائي جهاز دوه سوئیس سائنسدانانو برټرنډ پکارډ او آندری بورشبرگ په ١٢ کلونو کې جوړ کړی دی.

په شمسي توانائي چلیدونکې سوئیس هوائي جهاز د گل یا یک شنبې په ورځ سحر وختي ابو ظهبې نه روان شو. جهاز به د نور په توانائي چلیږي او بغیر د نور څه خشاکه دنیا چارچاپیره سفر کوي.

د سولر ایمپلس دویم نومې جهاز کې یو سیټ دی، وزرې يي د یو سر نه بل سره پورې دوه اوویه میټره اوږدې دي چې د بوئنگ ٧۴٧ مسافرو جهاز نه لوې دي او د یو موټر هومره وزن لري.

د جهاز په وزرو کې اوولسزره د شمسي توانائي سېلونه لگیدلې دي چې په زور به يي جهاز د شپې په وخت پرواز کوي.

ایس آيي ټو نومې هوائي جهاز دوه سوئیس سائنسدانانو برټرنډ پکارډ او آندری بورشبرگ په ١٢ کلونو کې جوړ کړی دی.

اندری بورشبرگ وايي دواړه په خصوصي توگه خوشحاله او څه لږ ډیر اندیښمن دي.

بورشبرگ تربیت یافته جنگي پائلټ دی او هیلې کاپټرې او نور تجارتي جهازونه هم چلولولی شي. پکارډ ماهرنفسیات او یو مهم جو دی چې ددې نه وړاندې يي د کوپاڼۍ د لارې د دنیا چاپیره سفر کړی وو د خپل نوعیت د نړۍ وړمبی پرواز وو.

دواړه سائنس پوهان د هوا بازۍ په مد کې څه نوی انقلاب نه راولي خو دا ښودل غواړي چې د توانائي د متبادلو زریعو او د نوي ټیکنالوجۍ په استعمال هغه کارنامه ترسره کول غواړي چې خلک يي ناممکنه گڼي.

هوائي جهاز به عمان، هندوستان، منډالی، مینمار او چین ته ځي. بیا به د بحیره ارام یا پیسیفک سمندر باندې د پرواز ورسته د امریکا هوائي جزیرې ته رسي. ددې ورسته به د امریکا ایریزونه ریاست، نیویارک ښار او که موسم سم نو نو ځېنې نورو ریاستونو کې ودریږي.

په اخیرې پړاؤ به جهاز په ایټلانټک سمندر د پرواز نه پس یورب او شمالي افریقې ته رسي او د جولائي یا اگست په میاشت کې به د سفر اختتام ابوظهبي ته رسیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG