لاس رسیدونکی لینک

سوات کې د امن کميټۍ مشر په گډون ۳ کسان ، ملاکنډ کې ۲ ليويز وژل شوي


سوات او ملاکنډ ضلع کې له دې وړاندې هم دغه ډول پېښې رامنځته شوي دي .
د خيبرپښتونخوا سوات ضلعې په کبل سيمه کې نامالومه وسله والو د ځايي امن کميټۍجنرل سيکرټري ، د هغه محافظ پوليس او ورسره بل ملگری په ډزو وژلي دي ، بل لور ته د ملاکنډ ضلعې په سخاکوټ سيمه کې وسله والو د ليويز چيک پوسټ باندې ډزې کړي او دوه ليويز اهلکار يي وژلي دي .
د راپورونو ترمخه دغه پېښه نن سحر د سوات په کبل تحصيل کې بره بانډۍ سيمه کې رامنځته شوې ده . د ځايي پوليسو په وينا د بره بانډۍ د امن کميټۍ جنرل سيکرټري خليل الله سره د ملگرو او محافظ پوليس په بازار کې ولاړ ؤ ، چې نامالومه وسله والو پرې ډزې پېل کړې .
د پوليس چارواکو په وينا په ډزو کې خليل الله د هغه ساتونکی پوليس نورالبدين او بل کس حضرت حسېن په ځائي وژل شوي ، او دوه نور کسان ژوبل شوي دي .
ژوبل کسان سېدو روغتون ته وړل شوي ، او پوليس علاقه په گېره کې اخيستې او د لټون عمليات يې پېل کړي دي .
سوات کې له دې وړاندې هم په مختلفو علاقو کې د جوړو امن کميټو مشران او غړي وخت په وخت باندې په هدف شوي دي .
بل لور ته د ملاکنډ ضلعې چارواکو وئيلي تېره شپه ناوخته د سخاکوټ په سيمه کې د ليويز په خاور نومې چيک پوسټ باندې د نامالومه وسله والو لخوا په ډزو کې دوه ليويز اهلکار وژل شوي دي .
د چارواکو په وينا د ډزو په مهال په چيک پوسټ کې پينځه ليويز اهلکار موجود وو ، چې په ډزو کې عمران او راشد وژل شوي ، او نور درې روغ پاتې شوي دي .
راپورونه د چارواکو د خلې وايي چې د ليويز اهلکارو لخوا په ځوابي ډزو کې حمله کوؤنکي د موقعې څخه روغ تښتېدلي دي .
ملاکنډ کې د ليويز اهلکارو باندې له دې وړاندې هم بريدونه شوي ، او مرگ ژوبله پکې ورته اوختې ده .
XS
SM
MD
LG