لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صوابۍ کې د غيرت په نوم د پينځه کسانو وژنه


د ملگرو ملتونود راپور ترمخه پاکستان کې هرکال د غېرت په نوم ۱۰۰۰ ښځې وژل کيږي ،
د ملگرو ملتونود راپور ترمخه پاکستان کې هرکال د غېرت په نوم ۱۰۰۰ ښځې وژل کيږي ،
د خيبرپښتونخوا د صوابۍ ضلعې په گدون امازي سيمه کې د غيرت په نوم ښځه ، خاوند د هغويي زويی او هم د دغې کورنۍ د دوه نورو کسانو په گډون پينځه کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل کړی شوي دي .
د صوابۍ ضلعې د گدون امازي علاقې په کب کڼي کلي کې دغه پېښه نن گل په ورځ رامنځته شوې ده . د کلي ځايي خلکو وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي چې کومه وژل شوې ښځې شل کاله وړاندې د خوښې واده کړی ؤ ، او د خاوند سره يې علاقه پرېښودې وه .
د سيمې د خلکو په وينا څو ورځې وړاندې دغه ښځه ، خاوند د دوه بچو سره بېرته علاقې ته راغلي وو ، او د ښځې ورور نن د هغويې کور ته ورغلی ، په هغويې يې ډزې کړي ، چې په نتيجه کي يې ښځه د هغې خاوند يو ۱۱کلن ماشوم او هم د دغې کورنۍ يوه بله ښځه او سړی وژل شوي دي .
سرچينې وايې پېښه کې د وژل شوي ښځې يو بل ماشوم هم ژوبل شوی دی . د ډزو وروستو د ښځې ورور د موقعې څخه تښتېدلی دی .
د خيبرپښتونخوا د بشري حقونو د کميشن يو چارواکی فواد وايې ، دغه ډول پېښې ځکه رامنځته کېږي ، چې نه خو په دې پېښو کې چاته سزا ورکول کيږي او نه په دغې اړه کوم قانون جوړ شوی دی .
د ملگرو ملتونود راپور ترمخه پاکستان کې هرکال د غېرت په نوم ۱۰۰۰ ښځې وژل کيږي ، او دغه شمېره د دې نه هم سېوا ده ، خو ډېرې پېښې د نه رپورټ کېدو له کبله مخې ته نه راځي .

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG