لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مشکوک حمله کوؤنکي په گودام کې پټ شوي دي : فرانسيسي ميډيا


د شورو په ورځ پېرس کې د يوې رسالې "چارلي اېبډو" په دفتر درې وسله والو بريد کړی ؤ ،
د شورو په ورځ پېرس کې د يوې رسالې "چارلي اېبډو" په دفتر درې وسله والو بريد کړی ؤ ،

د فرانس داخله وزير پخلی کړی ، چې پېرس کې د رسالې په دفتر حمله کې د ۱۲ کسانو په وژنه کې ککړو حمله کوؤنکو د نيولو دپاره عمليات دوام لري .

د فرانس د ميډيا ترمخه دوه مشکوک حمله کوؤنکي (دوه وروڼه) ډامارټن عن گوئل نومې علاقه کې په يو گودام کې پټ دي . او ځينې داسې خبرونه هم مخې ته راغلي دي چې دواړو حمله کوؤنکو يو کس يرغمال کړی ولې چارواکي د دې خبرې پخلی نه کوي .

د شورو په ورځ پېرس کې د يوې رسالې "چارلي اېبډو" په دفتر درې وسله والو بريد کړی ؤ ، چې د رسالي د مدير سره پکې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او حمله کوؤنکي د موقعې څخه تښتېدلي وو .

چارواکو وئيلي ؤ ، چې دوه حمله کوؤنکي د سعيد او شريف په نومونو پېژندل شوي او دواړه وروڼه دي او د درېم حمله کوؤنکي نوم حامد مراد دی ، ولې ۱۸ کلن حامد مراد د زيارت په ورځ ځان پوليس ته حواله کړی ؤ ، او وئيلي يي ؤ چې د خپل نوم په خپرېدو يي پوليس سره تماس ونيوؤ .

د چارواکو په وينا د حمله کوؤنکو د لټون او د هغويي د نيولو دپاره د ۸۸ زرو نه زيات پوليس او قانون نافذؤنکو ادارو کارمندان په دغې عمل بوخت دي .

له دې وړاندې پوليس وئيلي وو ، چې مشکوک حمله کوؤنکو وروڼو په ولرکوتريت نومې علاقه کې د يو پټرول پمپ نه گاډی پټ کړی او تښتېدلي دي .

بل لور ته د رسالې په دفتر شوې حمله کې د وژنو په پېښه فرانس کې لا د غم فضا خوره ده ، او د جمعې په ورځ هم په بېلابيلوعلاقو کې د وژل شوؤ کسانو د خپلوانو سره د خواخوږۍ دپاره خلک راجمع شوي وو .

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG