لاس رسیدونکی لینک

د بارسلونا د برید شکمن ډراېیور د پولیسو لخوا وژل شوی


د موسا اوکبیر نه علاوه پولیسوپه کېمبرلزکې وژل شوو دوو نورو تنانو پیژندګلو هم کړی. د پولیسو تر مخه په دغو کې یو ۱۸ کلن سید او بل ۲۴ کلن محمد هاشمي دی.

د سپېن مطبوعاتو تر مخه تیره ورځ شوي ترهګر برید مهم شکمن تن موسا اوکبیر د پولیسو سره د نخښتې وروستو وژل شوی.

د رپورټونو ترمخه ۱۷ کلن موسا اوکبیر د هغه پینځه شکمنو تنانو په فهرست کې وو چې د پولیسو لخوا د زیارت په ورځ د لټون وروستو وژل شوی.

تیره ورځ دغه کسانو یو ګاډې په پیاده روانو خلکو ورخیژولی وو چې له امله يې ۱۴ تنه وژل شوي او ګنړ نور ژوبل شوي وو.

د سپېن د سول ګارډ چارواکو اېسوسي ایټډ پرېس ته ویلي موسا اوکبیر په شکمنه توګه د دغه ګاډي ډراېیور او په پېنځه شکمنو تنانو کې یو وو چې د پولیسو لخوا ووژل شو.

نور و‏ژل شوي کسان څوک دي؟

د موسا اوکبیر نه علاوه پولیسوپه کېمبرلزکې وژل شوو دوو نورو تنانو پیژندګلو هم کړی. د پولیسو تر مخه په دغو کې یو ۱۸ کلن سید او بل ۲۴ کلن محمد هاشمي دی. پولیسو ویلي دوي د ځېنو نورو شکمنو تنانو په لټون کې دي، په دغو کې ۲۲ کلن یونس ابویعقوب هم شامل دی.

د موسا اوکبیر په اړه ګمان کیږي چې د خپل ورور ادریس اوکبیر په کاغذونو يې دوه ګاډي په کرایه اخستي او بیا يې د برید لپاره کارولي. ادریس اوکبیر د زیارت یا پنجشمبې په ورځ په بارسلونا کې د برید د ځاې نه ۱۰۰ کلومیټره لرې په ریپال ښار ګوټي کې نیول شوی. د سپېن شاهي کورنۍ په یو بیان کې د وژل شوو کورنیو سره غمرازي کړې ده.

په بارسلونا کې ژوبل شوي کسان

د فرانس خارجه وزیر د جومې په ورځ ویلي تیره ورځ په بارسلونا کې شوې پیښه کې د فرانس ۲۴ تنه ژوبل شوي دي. د هغه په وینا په دغو کې د یولسو حالت خطرناک دی. خو د فرانس یو ریډیو سره په مرکه کې خارجه وزیر زیاته کړې د ډیرو ژوبلو کسانو شمیره نوره هم سېوا کیدی شي.

دامریکا خارجه وزیر ریکس ټیلرسن هم د بارسلونا په برید کې د یو امریکايي د وژل کیدو پخلی کړی. په خپل یو بیان کې ښاغلي ټیلرسن ویلي مونږ په دغه پیښه کې وژل شوو او ژوبل شوو تنانو د کورنیو سره غمرازي کوو. د امریکا خارجه دفتر تر مخه په دغه پیښه کې یو بل امریکايي تن ژوبل شوی هم دی خو د دغه امریکاېي په اړه يې نور څه تفصیل نه دی ښکاره کړی.

د اټلي وزیراعظم پاولو ګینټیلوني ویلي تیره ورځ د بارسلونا په پېښه کې د اټلي دوه تنه وژل شوي.

XS
SM
MD
LG